په هرات کې د ګیلاني د ټاکنيز کمپاين غړي وژل شوي

ولسي جرګې ته له هرات ولايت نه د يوې نوماندې فوزيه ګيلاني د کمپاين پنځه کارکوونکي چې څو ورځې مخکې د هرات په سوېل کي تښتول شوي و، وژل شوي.
مېرمن ګيلاني او يوه سيمه ييز چارواکي ويلي د دوی مړي له ښار نه په يوه وتلي سيمه کې موندل شوي دي.
فوزیې ګيلاني څو ورځې مخکې رسنيو ته ويلي وو چې د دې د کمپاين لس کارکوونکي نامالومو کسانو د هرات له فارسي ولسوالۍ نه له دوو ګاډو سره تښولي.
د هرات فارسي ولسوالۍ د هرات ښار په ختيځ کې شاوخوا ۲۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده، چې له غور او فراه ولایوتو سره ګډه پوله لري.
په هرات کې د فوزیه ګیلاڼي د ټاکنيز دفتر رسنیو ته ویلي وو چې په تښتول شوو کې د آغلې ګیلاني یو لېور او د کورنۍ څو نور غړي هم وو.
خو بیا وروسته وسله واله طالبانو ادعا کړې وه، چې د آغلې ګیلاني د کمپاین پنځه غړي يې تښتولي دي.
د فوزیه ګیلاني د کمپاین د کارکوونکو د وژلو پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.
فوزیه ګیلاني د ولسي جرګې مخکنۍ غړې ده، چې د روان ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې ټاکنو ته هم کاندیده ده.

وړاندې هم په هرات کې د ولسي جرګې يو کاندید د طالبانو لخوا تښتول شوی و، چې بیا وروسته د سيمې د خلکو په همکارۍ راخوشی شو.
خو له هرات ولایت نه ولسي جرګې ته یو بل کاندید عبدالمنان هاشمي تېره شپه وسله والو طالبانو د هرات په شينډنډ ولسوالۍ د تراویح د لمانځه پرمهال په ډزو وویشت چې روغتون ته تر لېږدېدا وروسته یې ساه ورکړه.
د عبدالمنان هاشمي د وژل کېدو پېښه د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزي تاييد کړې او وايي چې ښاغلی هاشمي تېره شپه د تراویح د لمانځه پرمهال په ډزو ویشتل شوی، چې روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.
حاجي عبدالمنان د نورزو پر قوم پورې تړاو لري، چې په شينډنډ کې اوسېده.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ولسي جرګې د ټاکنو په رانژدې کېدو سره د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته تر يوې میاشتې لږ وخت پاتې دی، د ټاکنو کمیسیون وايي چې په ټول افغانستان کې به تر نهه سوه ډېر ټاکنيز مرکزونه تړلي پاتې شي.








