افغان حکومت د فقیریار څرګندونې رد کړې

- Author, حامد حلیمي
- دنده, کابل
د افغان ولسمشر لخوا په فساد کې د ښکیلو ځینو لوړ پوړو افغان چارواکو د دوسیو د څیړلو یا نه څیړلو خبره وروسته له هغې راپورته شوه چې د افغانستان د لویې څارنوالی مرستیال فضل احمد فقیریار د هغه څه له امله چې ښاغلی فقیریار یې ځینې فشارونه په ګوته کوي، له دندې ګوښه او تقاعد ورکړل شو.
دغه ادعاوې د افغانستان د لویې څارنوالۍ د پخواني مرستیال فضل احمد فقیریار لخوا د نیویارک ټایمز له ورځپاڼې سره په خبرو کې مطرح شوې دي.
ښاغلی فقیریار وایي ښایي ځینې فشارونه د دې لامل شوي چې نوموړي ته، وړاندې له دې چې د خدمت موده یې بشپړه شي، تقاعد ورکړل شي.
پر همدې مهال د افغانستان لویه څارنوالي وایي د ښاغلي فقیریار لخوا د مطرح شوو ادعاوو د سپیناوي او څیړلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.
ویل کیږي چې ښاغلي فقیریار له دې امله له دندې ګوښه کړل شوی چې غوښتل یې په فساد کې د ښکیلو یو شمیر لوړ پوړو حکومتي چارواکو دوسیې وڅیړې، خو ولسمشر کرزي او لوی څارنوال د نوموړي لخوا د دې کار د ترسره کولو مخه ډپ کوله.
نیویارک ټایمز د ښاغلي فقیریار له قوله لیکلي چې نوموړي د لږ ترلږه 25 په فساد کې د ښکیلو لوړپوړو حکومتي چارواکو د دوسیو څیړل پیل کړي و چې په دې ډله کې د ولسمشر کرزي د کابینې 17 پخواني او اوسني وزیران، پنځه کسه والیان او لږ ترلږه دری سفیران شامل دي.
خو ښاغلي فقیریار په نیویارک ټایمز کې د ده له قوله د راغلو ادعاوو په اړه بې خبري وښوده.
ښاغلي فقیریار ته د ده په نظر د تقاعد ورکول په یوه ډول له دندې ګوښه کول دي، ځکه په وینا یې د قانون له مخې تر شاوخوا اوو میاشتو نورو هم نوموړي کولی شي په حکومت کې دنده ترسره کړي:
''د سنبلې/وږي پر لومړۍ يوه خصوصي تلوېزیون راته وویل چې د اداري فساد په اړه مالومات غواړي، ما بیا څارنوالۍ ته خبر ورکړ، بیا ولسمشر زما د تقاعد پرېکړه لاسلیک کړه. ''
خو آیا ښاغلي د ښاغلي فقیریار منصب د ده او د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر حامد کرزي ترمنځ د ځینو هغو لوړ پوړو حکومتي چارواکو چې د فساد تورونه ورپورې دي د دوسیو د څیړلو پر سر د اختلاف قرباني شوی دی؟
د افغان ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیال حامد علمي همدې پوښتنې ته ځواب وایي:
''د دې څرګندونو په اړه چې ولسمشر د ځينو جګپوړو افغان چارواکو د درغلیو د څېړلو مخه ډب کوي، موږ دا خبره په کلکه ردوو.''

پر همدې مهال د افغانستان لویه څارنوالي د دې ترڅنګ چې د ښاغلي فقیریار څرګندونې بې بنسټه بولي وایي د نوموړي د ادعاوو د سپیناوي او څیړلو په موخه یې یو پلاوی ټاکلی دی.
د لویې څارنوالی یو چارواکی محمد نعیم داوري وايي:
''په دې برخه کې لویې څارنوالی یو پلاوی ټاکلی چې د ښاغلي فقیریار د ادعاوو سم والی یا ناسم توب وڅیړي. د نوموړي دا څرګندونې به د یوې حقوقي او قانوني موضوع په توګه د دې پلاوي لخوا وڅیړل شي، بیا دا پلاوی خپل رپوټ وړاندې کړي چې آیا د ښاغلي فقیریار دا ادعاوې په ځای او قانوني دي او که څنګه؟.''
بل لوری د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا د ښاغلي فقیریار لخوا پر نوموړي لګول شوي تورونه بې بنسټه بللې او د یوې وینا پاڼې په خپرولو یې د افغانستان له عدلي ادارو غوښتي چې د نوموړي د حیثیت اعاده دې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا کارکوونکی ضیا صالحي هم د اداري فساد په تور ونیول شو خو وروسته د ولسمشر کرزي په نیغه مداخله بیرته خوشی کړل شو.
نه یوازې نړیواله ټولنه، بلکې افغان حکومت هم په بیا له اداري فساد سره د مبارزې د ګړندي کولو خبره او ژمنې کوي، خو د بیلابیلو لاملونو له امله دغه مبارزه هغه شان چې تمه کیږي، بریالی نه ده تمامه شوې.








