په برازيل کې د نړۍ د اوبو درېيم لوی بند جوړېږي

برازيليان
د عکس تشریح، چارواکي وايي کله چې په ۲۰۲۵ کال کې د بند د جوړولو کار پای ته ورسېږي نو درويشت ميليونه کورونو ته به برېښنا ورکړي.
    • Author, ژباړه: خوشحال تايب
    • دنده, له لندنه

د برازيل حکومت د برېښنا د ستر بند د جوړولو وروستی امر ورکړی چې دا به په نړۍ کې د برېښنا درېيم ستر بند وي.

د چاپېريال پر وړاندې د ځينو ننګونو او قانوني ارو تر پاتې راتلو وروسته بالاخره د برازيل ولسمشر لولا ډيسلوا د دغه بند د جوړولو تړون لاسليک کړ.

د برازيل حکومت وايي د بېلو مونتي د برېښنا بند د جوړولو د پروژې په پيل سره به شل زره کسانو ته دندې هم وموندل شي.

چارواکي وايي کله چې په ۲۰۲۵ کال کې د بند د جوړولو کار پای ته ورسېږي نو درويشت ميليونه کورونو ته به برېښنا ورکړي.

خو دغه بند به د آمازون پېنځه سوه زره کليومتره ځنګلونه تر اوبو لاندې کړي.

د هاليووډ د فلمونو د ډايريکټر جميز کامېرون په ګډون چاپېريال ساتونکو ډلو ګواښ کړې چې ددغه بند په جوړېدو سره به پېنځوس زره سيمه ييز خلک خپل کورونه له لاسه ورکړي.

دولت وايي دوی ته به يې جبران ورکړي، خو ددې پروژې مخالفين دا استدلال کوي چې ښايي ددې کسانو ژوند او ورسره طبعي حالت به بدل شي چې بيا رغونه يې نه شي کېدای.