ويسا: په کندهار کې د ((همکارۍ)) په نوم عملياتو پيل شوي

- Author, فريبا ظاهر
- دنده, له کابله
توريالي ويسا چې د دوشنبې پر ورځ کې په سوېل کې د ناټو ځواکونو له قوماندان نيک کارتر سره په ګډه په کابل کې راغونډو شويو خبريالانو ته د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې کولې وويل ((دغه عمليات ((همکاري)) نومېږي .))
ښاغلي ويسا وويل چې د عملياتو په ترڅ کې به په نا امنو او لري پرتو ولسواليو کې د بيارغونې په ګډون يو لړ پرمختيايي کارونه کېږي او سيمه ييزې اداراې به په پښو درېږي.
نوموړي زياته کړه، دا مهال له يوې لرې پرتې ولسوالۍ څخه خلک د يوې پېژندپاڼې د تر لاسه کولو لپاره مرکز ته راځي خو دوی په پام کې لري چې دغه ډول کارونه تر دې وروسته په ولسواليو کې وشي.
ښاغلي ويسا وويل د عملياتو په ترڅ کې به په لري پرتو او نا امنو سيمو کې د امنيت د ټينګښت لپاره هم هڅې وشي .
په سوېل کې د ناټو ځواکونو قوماندان نيک کارتر چې د همدغه ويډيويي کنفرانس له لارې يې خبرې کولې وويل ناټو ځواکونه هم چمتو دي چې په دغو عملياتو کې د افغان لوري ملاتړ وکړي .
ناټو ځواکونه په پام کې لري چې په کندهار کې هم د هېلمند د نادعلي او مارجې په څېر پوځي عمليات وکړي .
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرييسټل بي بي سي ته ويلي چې دغه عمليات به څو پړاوونه لري .
د هغه په وينا د عملياتو لومړی پړاو وار له مخې لا پيل شوی دی .
کندهار د افغانستان په سوېل کې د طالبانو تر ټولو پياوړی مرکز بلل کېږي او زرګونه کورني او بهرني ځواکونو پکې مېشت دي .
ددغه ولايت امنيتي حالت په دې وروستيو کې خراب شوی او د سياسي او قومي سټو وژنې پکې ډېرې شوې دي .








