والي : کندهار کې به ژر امنيت ښه شوي
- Author, مامون درانی
- دنده, له کندهاره
د کندهار والي توريالى ويسا وايي امنيت به ژر ښه شي.
د کندهار والي توريالي ويسا د دغه ولايت خلکو ته ډاډ ورکړ چې ژر به يې د امنيت د ښه کولو لپاره گامونه پورته شي .
ښاغلي ويسا دا خبرې په کندهار کې يوې خبرې ناستې ته تر هغې وروسته کولې چې په دې ښار کې يو بل چارواکى د وسله والو له خوا ووژل شو .
د کندهار د کرنې او مالداري رياست د کوپراتيفونو مدير له يوبل تن سره تېره شپه د ناپيژاندو وسلوالو له خوا په ډزو ووژل شو.چارواکي وايي چې پېښه تېره شپه ( چارشنبه د اپريل ٢١) د ښار په دوهمه ناحيه وشوه.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمى ايوبي وايي چې د کوپراتيفونو مدير محمد حسين ولسي تيره شپه شاوخوا اته بجي له بازارڅخه کورته روان وه، چې ناڅرګندوکسانو ورباندې بريد وکړ .
په سيمه کې دعيني شاهدانو په وينا د بريد په ځاى کې د دوو تنو مړي ليدل شوي .
د ولايت د مطبوعاتي چارو مسول ښاغلى ايوبي وايي چې د دوهم وژل شوي تن په اړه پوليسو پلټنې پيل کړي چې هويت يې معلوم کړي
پر محمد حسين ولسي باندې د بريد مسووليت تر دې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.
خو د نورو وژل شويو چارواکو د وژنې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې وه .
نورې پېښې
دوې ورځې وړاندې نامعلومو وسلوالو د دې ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې يوقومي مشر او په همغه شپه د کندهار د ښاروالۍ مرستيال وواژه.
ياد قومې مشرحاجي بلو خان نوميدۀ چې د ولسوالۍ د شورا غړى و. د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو مشر جنرال عبدالرازق وايي چې نوموړى په خپل کور کې ويده و چې وسله وال کسان يې کور ته وراوښتي او هغه يې په ډزو وژلى.
د کندهار والي توريالى ويسا په يادو پيښو خواشينې څرګندوي خو نوموړي د دا ډول پيښو د مخنيوې او په دې ولايت کې د امنيت د راوستلو په برخه کې د يوه پراخ امنيتي پلان يادونه کوي.
د کندهار والي وايي چې ډير ژر به د کندهار ښار اوسيدونکې په يوه ډاډمنه فضا کې خپل د ژوند چارې پرمخ يوسي.
د کندهار ولايت د اطلاعات او کلتور ريس عبدالمجيد بابي ، د ولايتي شورا غړې ستاره اڅکزۍ ، د علماو د شورا غړى قاري سيد احمد ، د پوپلزو د يوه قومي مشرحاجي کريم خان اکا زوى محمد ،ملې سوداګرحاجي ګلالى او داسې نور هغه کسان دي چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د ناڅرګندو وسلوالو له خوا وژل شوي دي.








