الماني ځواکونو په کندز کې شپږ افغان سرتېري ووژل

په کندز الماني پوځيانو شپږ افغان پوليس په ډزو وژلي دي .
د کندز والي انجنير محمد عمر يوې خبري ناستې ته وويل پېښه تېر ه شپه د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې شوې .
نوموړي وويل په وژل شوو کې د ملي اردو سرتېري او افسران شامل دي .
انجنير عمر له خبريالانو سره په خبرو کې وويل پېښه وروسته له هغه وشوه، کله چې الماني پوځيان له له چادرې ولسوالۍ نه د کندوز پر لور په توره شپه کې روان ول .
نوموړي دا پېښه تصادفي وبلله ، خو په کندوز کې د الماني پوځيانو وياند ډګرم د پېښې پر تاييدولو سربېره وايي شپږ افغان ملي ادو نه بلکې پنځه ملي اردو سرتېري وژل شوي .
ډګرمن ويبر هم وايي چې دا پېښه په تصادفي توګه شوې ده .
خو د کندز والي انجنير عمر وايي ښايي المانيانو ته به په دا رپوټ ورکړل شوی وي، چې ستاسو مخې ته وسله وال مخالفين راځي .

د پېښې ځای ته د ۲۰۷ شاهين قل اردو قوماندان هم ورغلی، او په اړه يې پلټنه پيل شوې ده.
ځايي خلک وايي د شپې يې ډزې واورېدې، خو له وېرې له کورونو راونه وتل او سهار خبر شول، چې الماني پوځيانو د ملي اردو سرتېري په ډزو وژلي دي.
تېره شپه د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې طالبانو الماني پوځيانو ته کمين نيولی و، چې په پايله کې درې الماني سرتېري ووژل شول، او پنځه نور ټپيان شول.
نژدې دوه مياشتې مخکې هم په چهاردره کې الماني پوځيانو پر يوه کرولا موټر ډزې وکړې چې ولسي وګړی پکې ووژل شول او يو بل ټپي شو .
همدا راز نژدې يوه مياشت وړاندې هم د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې امريکايي ځانګړو ځواکونو پر پوليسو هوايي بريد وکړ، او اووه تنه يې ووژل .
بل خوا د کندز امنیه قوماندانۍ ويلي چې د جنايي جرمونو د رياست یو افسر، چېله بغلان څخه د کندوز پر لور روان و، پر لاره وسله والو په ډزو وژلی دی.
د دغه افسر د وژلو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.








