د بریتانیا د پارلمان غړی د افغانستان وضعیت په اړه پر خپلو خبرو پښېمانه شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سائمن فرازیر
- دنده, بي بي سي
د بریتانیا پارلمان محافظه کار غړی توبیاس ایلوډ پر خپلو هغو خبرو پښېماني څرګنده کړې، چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې په یوه ویډيو کې کړې وې.
ښاغلی توبیاس وايي، په ویډیو کې یې هغه خبرې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان "بدل شوی" ناسمي دي.
نوموړي ټاک ټي وي سره خبرو کې خپله تېروتنه منلې او وايي چې له خپل ټوېټر یې هغه ویډیو بېرته لېري کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د پارلمان د یوه غړي په توګه یې "تر ټولو بدې ورځې" هغه وې چې د دې ویډیو له خپرولو وروسته پرې په پراخه کچه سختې نیوکې وشوې.
افغان ښځو یې د ویډیو له خپرولو وروسته پر خبرو طنز کړی او ساده سړی یې بللی، چې افغانستان ته په وروستي سفر کې یې دا هېواد سوله ییز او ''بدل شوی '' بللی، خو د بشري حقونو په هکله یې ډېر څه نه دي ویلي.
ښاغلي ایلوډ په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي و واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې امنیت ''په پراخه کچه '' ښه شوی دی او وړاندیز یې کړی و، چې لوېدیځوال دې د ښځو حقونو په موضوع کې ''په تدریجي ډول '' مخکې لاړ شي.
په دغه ویډیويي پیغام کې ښاغلي ایلوډ له بریتانیا غوښتي، چې له افغانستان سره له سره تعامل پیل کړي او هلته خپل سفارت بیا پرانیزي. طالبانو د نوموړي د دې څرګندونو هرکلی کړی او د خپل هغه حکومت لپاره د یوه کمساري تعریف په نظر ورته ګوري، چې هېڅا په رسمیت نه دی پېژندلی.
د یادونې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د ډېری افغانانو حقونه محدود کړي دي. په ځانګړې توګه له ښځو سره د دوی پر چلن په نړیواله کچه پراخې نیوکې شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
پرون چهارشنبه افغان ښځو د طالبانو هغې پرېکړې پر ضد کمساری احتجاج وکړ، چې د ښځو سینګارتونونه یې تړلي دي. د دې احتجاجونو یوې ګډونوالې په دې هکله وویل: ''بریتانوی سیاستوال وايي، چې دی هیله من دی او د افغانستان د وضعیت په هکله خوښ دی... نن موږ د خپلو حقونو غوښتنې لپاره لارو، کوڅو ته ووتلو، خو دوی مو مخه نیوله او وهلو، ټکولو یې. تاسې به ویډیويي کلیپونه لیدلي وي. ''
یوې بلې ښځې بیا پوښتنه وکړه چې ایا ښاغلی ایلوډ پوهېږي چې په افغانستان کې خلک ''وږي او ناخوښ '' دي؟ دا زیاتوي: ''اوس نور ځانمرګي بریدونه نه کېږي، خو بیوزلې انتها ته رسېدلې او کاروبارونه له منځه ځي. ''
د یادونې ده، چې د بریتانیا پارلمان کې د دفاعي کمېټې مشر توبیاس ایلوډ له هالو نومې خیریه موسسې سره یو ځای افغانستان ته تللی و، چې د ماین پاکۍ په برخه کې فعالیت کوي. نوموړي روانه اونۍ له خپل سفر وروسته ټویټر پیغام او ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې د ډېرو په نظر یو تبلیغاتي پیغام ته ورته و.
د بریتانیا پارلمان ځینې محافظه کارو غړو هم د ښاغلي ایلوډ پر څرګندونو نیوکې کړې دي. د محافظه کار ګوند یوه غړي مارک فرانسویس چې د پارلمان دفاعي کمېټه کې هم غړیتوب لري، د ښاغلي ایلوډ ویډیو ''عجیبه '' بللې چې په وینا یې ''د طالبانو ستاینه پکې کوي. ''
نوموړي پر چهارشنبه پارلمان کې له لومړي وزیر د پوښتنو په ترڅ کې هم د دې ویډیو موضوع راپورته کړه. هغه پارلمان ته وویل: ''زه او په دفاعي کمېټه کې زما همکاران زموږ د خپلې کمېټې مشر ویډیويي پیغام هک، حیران کړو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومتولۍ ستاینه کوي، (په ویډیو کې) داسې هېڅ نه وايي، چې هغوی (طالبان) اوس هم په هغو ملکي افغانانو پسې ګرځي، وژنې یې چې د ناټو ځواکونو پلویتوب یې کاوه، او دی داسې هېڅ نه وايي، چې ښوونځي ته د نجونو تګ هم د هغوی نه خوښېږي. ''
د بریتانیا لومړي وزیر رشي سوناک د ښاغلي ایلوډ له دې څرګندونو وروسته ویلي و چې، دی به افغانستان د هغه د سفر په هکله معلومات ترلاسه کړي.









