د بریتانیا پارلمان د یوه غړي لخوا طالبانو سره د سیاسي تعامل غوښتنې غبرګونونه راپارولي

بریتانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، توبیاس اېلووډ د بریتانیا پارلمان کې د دفاعي جرګه‌ګۍ مشر

د بریتانیا پارلمان کې د واکمن محافظه کار ګوند یو جګپوړی غړی 'توبیاس اېلووډ' له دې کبله له نیوکو سره مخ دی، چې ویلي یې دي د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې مثبت بدلونونه راغلي.

ښاغلی اېلووډ پخوا د بریتانیا دفاع وزیر او اوس پارلمان کې د دفاعي جرګه‌ګۍ مشر دی.

نوموړي تېره دوشنبه پر خپل ټویټر له افغانستانه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، اداري فساد په کمېدو دی او امنیتي وضعیت "په پراخه کچه" ښه شوی.

هغه په دې ویډیو کې دا هم وايي، چې بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

خو د بریتانیا د محافظه کار ګوند یوه بل غړي مارک فرانسوا د ښاغلي اېلووډ‌ دغه ویډیويي پیغام "عجیب" بللی او د دغه ګوند پخواني مشر سر این ډانکن سمیت ویلي چې د هرکلي وړ نه دی.‌

ښاغلي فرانسوا، چې پخپله هم پارلمان کې د دفاعي کمېټې غړی دی، وايي په دې ویډیو کې د دې حقیقت هېڅ یادونه نه ده شوې چې طالبان لا هم د هغو افغانانو د موندلو او وژلو هڅه کوي چې د بریتانیا له وسله والو ځواکونو سره یې مرسته کړې او یا دا چې نجونې اوس هم افغانستان کې ان ښوونځیو ته د تګ حق نه لري.

اېلووډ

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې سره د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر هم ویلي چې د دغه محافظه کار سیاستوال له ارزونې سره موافق نه دي.

خو ښاغلی اېلووډ د خپلو څرګندونو دفاع کوي او وایي افغانستان ته په سفر کې ورمالومه شوې چې ثبات د جګړې له مهاله پام وړ ښه شوی.

هغه په دې تړاو له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې یو ځل بیا وویل، د دې وخت را رسېدلی چې بریتانیا "له ورایه د چیغو وهلو" پر ځای له طالبانو سره دېپلوماتیک اړیکي ټینګ کړي.

تر هغې وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره کابل ونیو، بریتانیا له افغانستانه خپل دېپلوماتان او د سفارت کارکوونکي وایستل او سفارت یې وتاړه.

توبیاس اېلووډ څه ویلي؟

UK
د عکس تشریح، ښاغلي اېلووډ بي‌بي‌سي سره خبرو د خپلو څرګندونو دفاع وکړه

ښاغلي اېلووډ دا ویډیو د افغانستان هلمند ولایت ته د ماین پاکۍ له یوې مرستندویه ادارې سره د سفر پر مهال ډکه کړې.

هغه په دغه ویډیويي رپوټ کې وایي چې افغانستان اوس "یو بدل هېواد" دی، هر ځای د لمریزې دړې ښکاري او دا چې د تاریاکو سوداګري چورلټ ورکه شوې.

ښاغلی اېلووډ په داسې حال کې چې پر لوېدیځ له طالبانو سره د دیپلوماتیک تعامل غږ کوي، وايي "دغه جګړې ځپلي ولس دمګړۍ د بې ثباتۍ بدل کې یو مستبدتره مشرتابه منلی دی."

دی زیاتوي‌ چې د بریتانیا د سفارت پرانیستل کېده ښايي د نجونو زدکړو او د ښځینه کارکوونکو د حقونو په څېر برخو کې د تدریجي بدلونونو د هڅونې لامل شي.

ښاغلی اېلووډ چې خپل ورور یې هم په ۲۰۰۲ کال د اندونیزیا بالي ټاپو کې د توندلارو اسلامپالو بمي چاودنو کې وژل شوی وايي، غواړي دا ډاډمنه شي چې په افغانستان کې بیا ترهګري نه غوړېږي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

هغه بي‌بي‌سي‌ سره خبرو کې وویل پر دې پوهېده چې څرګندونې به یې د غبرګونونو لامل شي، خو پر دې خوښ دی چې د یوه داسې هېواد پر وضعیت یې رڼا اچولې چې دوی ترې راتښتېدلي دي.‌

نوموړي زیاته کړه "زموږ اوسنۍ تګلاره چې په افغانستان کې پر اېجنډا د اغېز لپاره له لېرې چیغې وهو، کارنده نه ده."

ښاغلي اېلووډ وویل "اړتیا ده چې موږ لا ډېر مستقیم او لا ډېر پياوړی تعامل ولرو، او دا هغه مهال شونې ده چې موږ [خپل] سفارت پرانېزو."

هغه دا هم ویلي چې دا یې د پارلمان د یوه غړي په توګه فردي نظر او خبرې دي.

د افغانانو غبرګونونه څه دي؟

Kofi
د عکس تشریح، فوزیه کوفي - د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې

طالبانو سره د سیاسي تعامل په اړه د بریتانیا د پارلمان د دغه غړي څرګندونې د افغانانو ترمنځ هم د بېلابېلو غبرګونونو لامل شوې.

ځینو کسانو د ښاغلي اېلووډ پر څرګندونو نیوکې کړې، خو نورو بیا ستایلې او هرکلی یې ورته ویلی دی.

په دې لړ کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او له طالبانو سره مذاکراتو لپاره د مخکیني جمهوري دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي بي‌بي‌سي‌ ته ویلي 'نړۍ لا له وړاندې ان په ۲۰۱۳ کال کې له طالبانو سره د سولې خبرو له پیلېدو راهیسې تعامل پیل کړی" او دا چې د همدغه تعامل او خبرو پایله کې امریکا ورسره د سولې تړون لاسلیک کړ.

اغلې کوفي وویل د ښاغلي اېلووډ په څېر ګڼو نړیوالو دیپلوماتانو هغه مهال وویل چې طالبان بدل شوي او دا چې اوس له ښځو سره ستونزه نه لري.

هغې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته افغانستان ته د ځینو لوېدیزو دېپلوماتانو د سفر او طالبانو سره د ناستو یادونه هم وکړه.

اغلې کوفي پر خپل ټویټر لیکلي چې "اصولي ښکېلتیا چې روښانه پایلې ولري د ټولو اړخونو په ګټه ده. پر ښځو متمرکز سیاسي بهیر چې حکومت د ټولو لپاره د منلو وړ ګرځوي، د پرمختګ لاره ده."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

بلخوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا پر خپل ټویټر د ښاغلي اېلووډ ویډیويي پيغام شریک کړی او ورسره لیکلي یې دي "واقعیت دا دی چې له دې څخه په مراتبو لا مثبت کارونه شوي دي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 3