د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: بریتانیا دې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ وايي، بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

ښاغلي ایلووډ چې تازه د افغانستان له سفره راستون شوی، ټېلېګراف ورځپاڼې ته مقاله کې ليکلي چې هغه جدي پرمختګ کتلی او باوري دی چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې له طالبانو سره خبرې پیل شي که څه هم دا به ډېرو ته ښه نه ښکاري.

ټوبیاس اېلووډ د بریتانیا د واکمن محافظه کار ګوند سیاستوال دی.

هغه چې ورور يې هم نږدې شل کاله وړاندې د سخت‌ دریځو اسلامپالو وژلی، زیاته کړې، دا ګامونه د دې لپاره حیاتي دي چې افغانستان بیا د بې ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله‌ييزې کډوالۍ بل پړاو ته د ننه نشي.

د بریتانیا په ګډون یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو د روسیې، چین او هند په ګډون د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو وار له مخه په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

UK

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، توبیاس مارټین اېلووډ (کیڼ خوا)

توبیاس اېلووډ د امنیت ښه کېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ، د پخواني حکومت پر مهال د پراخ اداري فساد ورکېدل او د نشه‌يي توکو د تور کاروبار پیکه کېدل د افغانستان مهم بدلونونه یاد کړي.

دغه بریتانوي سیاستوال د کجکي برېښنا بند په څېر د ځینو پروژو فعالېدل او د کانونو استخراج هم په افغانستان کې د پرمختګ نښې بللې دي.

ښاغلي اېلووډ چې ورور یې په ۲۰۰۲ کال کې د اسلامپالو له خوا وژل شوی، وايي طالبان يې نه خوښېږي خو ټینګار کوي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې له افغان حکومت سره کار وشي ترڅو دغه هېواد د "بې ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله ییزې کډوالۍ" بل پړاو ته دننه نشي.

هغه چې په د پوځ په ریزرف کې ډګروال هم دی په دې مقاله کې ليکي چې که لویدیځ په افغانستان کې د وضعیت ښه کېده غواړي نو یوې عملي ستراتیژۍ ته اړتیا لري.

دی زیاتوي، چې تر هر څه مخکې دې هلته د بریتانیا سفارت پرانیستل شي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښاغلي اېلووډ په اند په افغانستان کې د بریتانیا سفارت د امنيتي دلایلو پر ځای د سیاسي ملحوظاتو په خاطر تړلی او دا بایکاټ هم چې د طالبانو د ځپونکو قوانینو او د ښځو او نجونو پر زدکړو او کار د بندیز په غبرګون کې دی، د درک وړ ګڼي.

خو سپارښتنه کوي چې د ښځو پر کار د بندیز په څېر د طالبانو ځینې محدودیتونه پایېدونکي نه دي او له بلې خوا دا بندیزونه که څه هم له خپلو اېډیالونو سره سم نه ګڼي خو د دغه جګړه ځپلي هېواد شرایطو ته په کتو يې د درک وړ ګڼي.

کابو دوه کاله کېږي چې طالبان په بېړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره بېرته واک ته رسېدلي او د نورو محدودیتونو تر څنګ يې پر نجونو او ښځو هم د زدکړو او کار په ګډون بېلابېل محدودیتونه لګولي.

له هماغه راهیسې له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې، د لوېدیځ عمده مرستې هم بندې دي او په بهر کې د افغانستان میلیاردونه ډالره شتمنۍ هم کنګل شوې.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو په دې موده کې په وار وار ویلي، چې دوی له نړۍ سره ښه اړیکې غواړي او حکومت دې یې په رسمیت وپېژندل شي.‌

د برېتانیا پارلمان دفاعي کمېټې له دې وړاندې له افغانستانه د "ناوریني وتلو" پلټنې غوښتنه کړې وه.

د دغې کمېټې مشر او پخوانی پوځي توبیاس اېلووډ ویلي وو دا د برېتانیا په پوځي تاریخ کې یو تور څپرکی دی.

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو دوو لسیزو پوځي حضور پرمهال نژدې ۴۰ میلیارد ډالر ولګول او څه باندې څلور سوه سرتیري یې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.