تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: بریتانیا دې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي
د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ وايي، بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
ښاغلي ایلووډ چې تازه د افغانستان له سفره راستون شوی، ټېلېګراف ورځپاڼې ته مقاله کې ليکلي چې هغه جدي پرمختګ کتلی او باوري دی چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې له طالبانو سره خبرې پیل شي که څه هم دا به ډېرو ته ښه نه ښکاري.
ټوبیاس اېلووډ د بریتانیا د واکمن محافظه کار ګوند سیاستوال دی.
هغه چې ورور يې هم نږدې شل کاله وړاندې د سخت دریځو اسلامپالو وژلی، زیاته کړې، دا ګامونه د دې لپاره حیاتي دي چې افغانستان بیا د بې ثباتۍ، ترهګرۍ او ډلهييزې کډوالۍ بل پړاو ته د ننه نشي.
د بریتانیا په ګډون یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو د روسیې، چین او هند په ګډون د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو وار له مخه په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.
توبیاس اېلووډ د امنیت ښه کېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ، د پخواني حکومت پر مهال د پراخ اداري فساد ورکېدل او د نشهيي توکو د تور کاروبار پیکه کېدل د افغانستان مهم بدلونونه یاد کړي.
دغه بریتانوي سیاستوال د کجکي برېښنا بند په څېر د ځینو پروژو فعالېدل او د کانونو استخراج هم په افغانستان کې د پرمختګ نښې بللې دي.
ښاغلي اېلووډ چې ورور یې په ۲۰۰۲ کال کې د اسلامپالو له خوا وژل شوی، وايي طالبان يې نه خوښېږي خو ټینګار کوي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې له افغان حکومت سره کار وشي ترڅو دغه هېواد د "بې ثباتۍ، ترهګرۍ او ډله ییزې کډوالۍ" بل پړاو ته دننه نشي.
هغه چې په د پوځ په ریزرف کې ډګروال هم دی په دې مقاله کې ليکي چې که لویدیځ په افغانستان کې د وضعیت ښه کېده غواړي نو یوې عملي ستراتیژۍ ته اړتیا لري.
دی زیاتوي، چې تر هر څه مخکې دې هلته د بریتانیا سفارت پرانیستل شي.
د ښاغلي اېلووډ په اند په افغانستان کې د بریتانیا سفارت د امنيتي دلایلو پر ځای د سیاسي ملحوظاتو په خاطر تړلی او دا بایکاټ هم چې د طالبانو د ځپونکو قوانینو او د ښځو او نجونو پر زدکړو او کار د بندیز په غبرګون کې دی، د درک وړ ګڼي.
خو سپارښتنه کوي چې د ښځو پر کار د بندیز په څېر د طالبانو ځینې محدودیتونه پایېدونکي نه دي او له بلې خوا دا بندیزونه که څه هم له خپلو اېډیالونو سره سم نه ګڼي خو د دغه جګړه ځپلي هېواد شرایطو ته په کتو يې د درک وړ ګڼي.
کابو دوه کاله کېږي چې طالبان په بېړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره بېرته واک ته رسېدلي او د نورو محدودیتونو تر څنګ يې پر نجونو او ښځو هم د زدکړو او کار په ګډون بېلابېل محدودیتونه لګولي.
له هماغه راهیسې له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې، د لوېدیځ عمده مرستې هم بندې دي او په بهر کې د افغانستان میلیاردونه ډالره شتمنۍ هم کنګل شوې.
طالبانو په دې موده کې په وار وار ویلي، چې دوی له نړۍ سره ښه اړیکې غواړي او حکومت دې یې په رسمیت وپېژندل شي.
د برېتانیا پارلمان دفاعي کمېټې له دې وړاندې له افغانستانه د "ناوریني وتلو" پلټنې غوښتنه کړې وه.
د دغې کمېټې مشر او پخوانی پوځي توبیاس اېلووډ ویلي وو دا د برېتانیا په پوځي تاریخ کې یو تور څپرکی دی.
بریتانیا په افغانستان کې د خپلو دوو لسیزو پوځي حضور پرمهال نژدې ۴۰ میلیارد ډالر ولګول او څه باندې څلور سوه سرتیري یې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.