سراج الدین حقاني: نړۍ مو ځکه په رسمیت نه پېژني چې "فرمایشونه یې نه منو"

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو چار سمبالی وزیر سراج الدین حقاني وايي، حکومت یې له دې امله په رسمیت نه پېژندل کېږي چې د ده په ټکو د نړیوالو "فرمایشونه" نه مني.

اوس نږدې دوه کاله کېږي چې د طالبانو حکومت آن هغو هېوادونو هم په رسمیت نه دی منلی چې دوی ته نژدې بلل کېږي او له همدې یې حکومت د کورني او بهرني مشروعیت د نشتوالي له ستونزې سره مخ دی.

ښاغلي‌ حقاني په پکتیا کې یوې غونډې ته وویل، " دا نن چې موږ ته رسمیت نه راکوي، خو پر دې یې نه راکوي چې موږ د دوی فرمایشات نه دي منلي، د دوی غوښتنې مو نه دي منلي، تر اخرې سلګۍ مو یوه خبره ورسره ونه منله."

ښاغلي حقاني د کوم هېواد او دا چې څه ډول غوښتنې یې ترې درلودې چې دوی نه دي منلي، ډېر څه روښانه نه کړل.

د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د یوه جومات پرانیستې پر مهال هغه وویل، تېرو څو کلونو کې نه یوازې پوځي نیواک و، دا چې فکري او کولتوري یرغل هم شوی و.

ښاغلي حقاني چې د طالبانو د غورځنګ د یوه ځواکمن خاښ چې په حقاني شبکې مشهوره ده، مشري هم کوله، دا هم وویل چې له امریکا سره د جګړې بیه اسانه نه وه او ګڼ انسانان په کې له "خپل ژونده تېر شوي."

خو خپله د حقاني پر شبکې هم دا تور دی چې په ځانمرګو بریدونو کې یې ګڼ ولسي‌ خلک وژلي دي.

سره له دې چې د جګړې پر مهال دی او وسله وال یې ډېر توند لاري بلل کېدل، واک ته له رسېدو سره یې ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره پرلپسې لیده کاته کوي.

د سراج الدین حقاني له تازه څرګندونو ښايي یوه انګېرنې دا وي‌ چې طالب مشران ولسي افغانانو ته د نړیوال مشروعیت نه ترلاسه کولو له امله غواړي وښيي چې ګواکې د نړۍ هیوادونه ترې د رسمیت پېژندنې له کبله داسې غوښتنې لري چې دوی ورته چمتو نه دي.

په کور دننه د طالبانو حکومت له ولسي پوښتنې سره هم مخ دی چې پر واګو له ولکې سره یې افغانستان د نړیوالې ټولنې له منځه ګوښی او یوازې کړ.

د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو غوښتنې څه دي؟

د ملګرو ملتونو یوې لوړ پوړې مشرې امینه محمد د دې کال په اپریل کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې بحث راپورته کړ.

هغې په دوحه کې د ملګرو ملتونو او د نړیوالو مشرانو په ګډون له یوې ناستې د همداسې یوه بحث هیله درلوده.

دغو څرګندونو ته پراخ غبرګونونه راوپارېدل. د ملګرو ملتونو یوه ویاند د امینې له خبرو وروسته وویل،‌ د حکومتونو پېژندنه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو کار دی.‌

نړیواله ټولنه وايي، تر هغې چې طالبان په افغانستان د بشري حقونو، په ځانګړې ډول د ښځو زدکړو او کار ته اجازه ورنه کړي او د یوه ټولګډوني حکومت لپاره لار جوړه نه کړي، د رسمیت پېژندنې لپاره د کوم ګام څرک نه لیدل کېږي.

نړیواله ټولنه د طالبانو پر حکومت له دې امله نیوکې کوي، چې له امریکا سره د خبرو پر مهال د طالبانو غورځنګ خپلې کړې ژمنې سرته ونه رسولې.

د دې څنګ،‌ پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې په حکومت کې یې له یوې مخې آن پر مسلکي او تخنیکي څوکیو هم د خپل فکر خلک ګومارلي او"ښځې یې له ټولنیزه ژونده ورکې کړې دي."

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ له امریکا سره د تړون پر مهال ویلي و، چې د ښځو کار او زده کړو ته ژمن دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي شهاب الدین دلاور ویلي و، "ښځې به له بغدادۍ سېپارې تر دوکتورا کچې زده کړې کوي." خو وروسته ولیدل شول چې طالبانو له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړو تر بله امره بندیز ولګوه.

هغسې چې د طالبانو د دغو ډول ټینګو تګلارو د نرمېدو او د ښځو سره د چلند په تړاو د نظر بدلیدو معلومه نیټه نشته، ورسره دا هم نه ده معلومه چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ هیوادونه به کله دې ته چمتو کېږي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.