امریکا: د طالبانو د رسمیت پېژندلو اړوند هېڅ ډول خبرې موږ ته د منلو نه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټل وايي، د واشنګټن لپاره د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو اړوند خبرې د منلو وړ نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاتوي، د قطر د غونډې موخه دا نه ده چې د طالبانو حکومت اړوند د رسمیت پېژندلو په موضوع بحث وشي.

" په هیڅ ډول د دې غونډې هدف د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه بحث کول نه دي او په دې غونډه کې هر ډول بحث چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه وي موږ ته په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی."

ښاغلي پاټل دا خبرې د جمعې په ورځ په اونېزه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د وروستیو څرګندونو او د دوحې د غونډې په اړه شوې وه، وکړې.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په جاپان کې د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل: "موږ هوکړه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کېدل، چې طالبان یې غواړي، د هغوئ فعالیتونو پورې مشروط کړو."

د بهرنیو چارو د وزیرانو په خبرپاڼه کې راغلي و: "موږ د طالبانو د حکومت له خوا د نه منلو وړ پرېکړو بېرته سم لاسي لرې کولو غوښتنه کوو. هغه پرېکړې چې بشري حقونه او بنسټېزې ازادۍ محدوده وي. لکه نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو دفترونو کې د افغان مېرمنو د کار کولو اړوند وروستي بندیزونه."

طالبانو په وار وار له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

هغه ګنګوسې چې ګواکې ملګري ملتونه د طالبانو حکومت ته د رسمیت پېژندلو زمینه برابروي، په افغانستان کې دننه او بهر د ښځو حقونو فعالانو او سیاسي څېرو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي ویاند ویلي و،‌ د حکومتونو رسمیت پېژندنې موضوع د دغه سازمان د غړو هېوادونو "په لاس کې ده."

سټيفان ډوجاریک ویلي و: "اجازه راکړئ روښانه ووایم، د رسمیت پېژندنې موضوع د غړیو هېوادونو په لاس کې ده، دا خبره د دې سازمان په منشور کې روښانه راغلې."

سټيفان ډوجاریک دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې وې چې د دې سازمان مرستیالې امینه محمد ویلي و،‌ په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غونډې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم پکې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي ویاند زیاته کړې وه،‌ د اغلې امینې محمد موخه دا وه چې په افغانستان کې له طالب واکمنو سره د نړیوالې ټولنې همغږي د بشري مرستو د رسونې لپاره مهمه ده.

امینې محمد د امریکا په یوه څېړنیز مرکز کې یوې غونډې ته خبرو کې هیله مندي ښودلې چې دا خبرې به پر شرطونو ولاړ رسمیت پېژندنې پر لور لومړنیو ګامونو ته لار پرانیزي، خو ټینګار دا و چې نه پوهېږي دا کار به اوسني وضعیت ته په کتو شونی وي که نه.

په هر حال د میرمن امینې یادو خبرو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

همدارنګه د افغانستان په اړه دوحه کې غونډه به د مې پر لومړی او دویمه جوړېږي‌ چې کوربتوب به یې د یاد سازمان مشر انتونیو ګوتېرېش کوي.

د ملګرو ملتونو د ویاند په خبره،‌ د دې ډول غونډو موخه دا ده چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې "د شریکو موخو" لپاره سره یوه خوله کړي.

سټيفان ډوجاریک زیاتوي چې په دوحه کې کېدونکې ناسته به "د بندو دروازو تر شاه وي" چې د افغانستان د حالاتو په اړه ګډ دریځ‌ پیدا کړي.‌