د اروپايي پارلمان استازې: د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو په اړه باید ان سوچ هم ونه شي

د اروپايي پارلمان استازې هانا نیومن وايي، په داسې حال کې چې طالبانو ښځې پر کورونو کېنولې دي او غواړي (د جهادي جنګیالیو یو نسل) وروزي، د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو په باب (ان باید فکر هم ونه شي).

د اروپا پارلمان کې د جرمني د زرغون ګوند استازې وویل: "طالبان په تېر څه باندې یو نیم کال کې ښځې له عمومي ژوندانه، زدکړې او کار راګرځولې دي او په وروستي فرمان کې یې د ملګرو ملتونو لپاره هم له کاره منع کړې دي."

د اغلې نیومن په وینا، طالبان د جنسیت په تړاو یوازې د خپلې سټراټيژۍ مخته بېولو لپاره یو میلیون خلک د قحطۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.

خو دا وايي د (جهادي درسي نصاب) په اړه غږېږي او ډېری هلکانو ته (جهادي) روزنه ورکوي.

هغې طالبان د هغو کسانو په بندیانولو تورن کړي چې ان په دودیز چوکاټ کې د ښوونې برخه کې فعالیت کوي.

د هغې څرګنده اشاره د تعلیم یوه فعال مطیع الله ویسا ده چې خپل ۱۴ کاله عمر یې د هېواد لر و بر ته د تعلیم دودولو لپاره لګولی او له قومي مشرانو سره تر لیدنو او خبرو وروسته یې په کلیوالو سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره هغوی قانع کړي، خو وروستیو کې طالبانو بندي کړ.

په‌ پام کې ده چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه (ثور/غوايي ۱۱ او ۱۲مو) د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د تعامل (عملي ګامونو) اخیستل وارزوي.

د یادې غونډې کوربتوب د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د قطر ناسته کې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول بحث واشنګټن ته (د نه منلو وړ) دی.‌

وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټل ویلي وو، د واشنګټن لپاره د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو اړوند خبرې د منلو وړ نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاتوي، د قطر د غونډې موخه دا نه ده چې د طالبانو حکومت اړوند د رسمیت پېژندلو په موضوع بحث وشي.

" په هیڅ ډول د دې غونډې هدف د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه بحث کول نه دي او په دې غونډه کې هر ډول بحث چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه وي موږ ته په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی."

طالبانو په وار وار له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي ویاند ویلي و،‌ د حکومتونو رسمیت پېژندنې موضوع د دغه سازمان د غړو هېوادونو "په لاس کې ده."