طالبانو په لومړي ځل د سراج الدین حقاني مخ وښود

افغان طالبانو په لومړي ځل د خپلو کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني عکس خپور کړی دی.

سراج الدین حقاني د شنبې پر ورځ کابل کې د پولیسو اکاډيمۍ کې د افسرانو د فراغت مراسمو کې راڅرګند شو او د ملي تلویزیون پر پرده یې څېره وښودل شوه.

یاده دې وي چې دا لومړی ځل نه دی چې نوموړی په عام محضر کې راڅرګندېږي، خو تر دې دمه یې د عکس اخیستلو یا خپرولو اجازه نه وه.

کابل کې د پولیسو اکاډيمۍ کې جوړ شوي مراسم نه یوازې پر ملي تلویزیون په ژوندۍ بڼه ښودل کېدل، بلکې نورو خبریالانو ته هم اجازه وه چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست عکس واخلي.

سراج الدین حقاني فارغ شویو افسرانو ته په وینا کې وویل، محتاجۍ ته به یې نه پرېږدي او ټول امکانات به ورته برابر کړي.

سراج الدین حقاني په خپله وینا کې په دولتي ادارو کې د ښځو فعالیت یادونه هم وکړه او په دې هکله یې وویل، ''دا چې ویل کېږي، ښځو د تعلیم او کار اجازه نه ورکول کېږي، خو دا دې زموږ خوېندې په دې مراسمو کې راسره شته، د فراغت سندونه اخلي او په خدمت ګومارلې کېږي. ''

خو نوموړي په همدې وینا کې زیاته کړه، چې هر ملت خپل کلتور او دود - دستور لري او باید دوی له خپلو اصولو تېرېدو ته اړ نه ایستل شي.

ښاغلي حقاني وویل:

''موږ له خپلو اسلامي او ملي اصولو نه تېرېږو، له اسلام او ملته - هېواده دفاع زموږ مسوولیت دی، دې کې دي نړیوال له موږ سره چنې نه وهي او نه دې هم دا د ځان لپاره ګواښ یا پېغور بولي. ''

له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل: "حقاني صاحب په لومړي ځل د رسنیو مخې ته راڅرګند شو او له دې وروسته یې عکس خپرېدلی شي".

سراج الدین حقاني د پخواني جهادي مشر جلال الدین حقاني زوی او د طالبانو مرستیال مشر پاتې شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته نوموړی د کورنیو چارو وزارت سرپرست ونومول شو.‌

په تېرو څو میاشتو کې نوموړي د افغانستان ګڼو ولایتونو ته سفرونه کړي او همدا راز یې کابل کې د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون ګڼو بهرنیو چارواکو او سفیرانو سره هم کتلي.

خو طالبانو تر دې دمه پر خپلو رسنیو خپرو شویو عکسونو کې د ښاغلي حقاني څېره پټوله.

طالبانو تر دې دمه استدلال کاوه چې د امنیتي دلایلو له کبله د سراج الدین حقاني څېره عکسونو کې نه ښکاره کوي، خو مالومه نه ده چې اوس یې ولې د نوموړي څېره ښکاره کړې.

د یادونې ده چې سراج الدین حقاني لا هم د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (ایف بي ای) ته د مطلوبو کسانو په لېست کې دی او پر سر یې نغدي جایزه هم ټاکل شوې ده.‌

نوموړی همدا راز د طالبانو د هغو مشرانو په ډله کې دی چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو لېست یا په عامه اصطلاح (تور لېست) کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼ مشران یې د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

خو تېرو څو کلونو کې د افغان سولې په تړاو مذاکراتو کې د ګډون لپاره یو شمېر دې مشرانو ته د سفر او فعالیت مشروطه اجازه ورکړل شوې وه.