تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل چاودنه؛ د روسیې سفارت وايي، د کونسلۍ څانګې ته د خلکو ورتګ ځنډوي
کابل کې د روسيې سفارت د ودانۍ په مخکې له پروني ځانمرګي برید وروسته په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی، چې د کونسلۍ څانګې ته د خلکو ورتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وايي، چې په پروني برید کې د دوو روسي ډېپلوماټانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ګڼ نور پکې ژوبل شوي، چې مسولیت یې د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې منلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سېرګيي لاوروف، ته په ټېلېفوني خبرو کې ویلي، چې پر روسي سفارت دا برید باید د کابل او مسکو پر اړیکو ناوړه اغېز و نه کړي.
ښاغلي لاوروف وروسته وویل، هیله یې دا ده، چې په دغه برید کې ښکېلو کسانو ته به ژر تر ژره سزا ورکړ شي.
پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې وویل، چاودنه د سفارت کونسلي برخې دروازه کې شوې او ځانمرګی برید و.
وروسته اعماق رسنۍ چې د داعش په نامه د اسلامي دولت نومې ډلې خبرونه خپروي ووايي، داعش په کابل کې د دغه بريد مسوليت منلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي و، بریدګر غوښتل ځانمرګی برید وکړي، خو هدف ته له رسېدو مخکې په ډزو وویشتل شو.
د ښاغلی مجاهد په خبره، د بریدګر هویت او هدف معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.
په ځینو رپوټونو کې د مرګژوبلې شمېر له هغه زیات ښوول شوی، چې رسماً یې یادونه کېږي.
غبرګونونه
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په پېښه کې د دوو روسي وګړو وژل کېدل تایید کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د پېښې په هکله یې هر اړخیزه پلټنه پیل کړې او د دې سفارت امنیت خوندیتوب لپاره به نور اقدامات وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا له روسیې سره نژدې اړیکي لري او اجازه نه ورکوي د د ښمنانو داسې منفي کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.
په رپوټونو کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله یول شوي، چې د روسیې سفارت امنیتي تدبیرونه زیات شوي او د طالبانو امنیتي ځواکونو اضافي کسان د سفارت خوندیتوب لپاره ګومارلي دي. نوموړی وايي:
''ترهګریز ګواښونه له منځه نه دي تللي، هغه ډلې په افغانستان کې زموږ په ګاونډ کې شته، او نن ګهېځ هلته ترهګریز برید وشو، زموږ سفارت ته نژدې، زموږ دوه همکاران وژل شوي، امنیتي تدبیرونه زیات شوي او هیله من یم چې د دې برید عاملین به ژر د خپل عمل سزا وویني. ''
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یوه ټویټر پیغام کې دا برید غندلی او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې د خواخوږۍ تر څنګ د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا هیله څرګنده کړې ده.
روسیه د هغو هېوادونو له ډلې یو دی، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته سفارت فعال دی، خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.