'د سینګارتونونو تړل به افغانستان کې نږدې ۶۰ زره ښځې بې روزګاره کړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د طالبانو حکومت له خوا د ښکلا سالونونو د تړل کېدو پرېکړې له امله به په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰ زره ښځې بې روزګاره شي.
دې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي زیاته کړې، پلازمېنه کابل کې د ښځو د ښکلا ۳۱۰۰ او په ټول هېواد کې ۱۲ زره سالونونه فعال دي چې په هر یوه کې یې په منځني ډول ۵ ښځې پر کار بوختې دي.
دې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې د طالبانو حکومت کې د امربالمعروف وزارت دوی ته هم په شفاهي ډول خبرداری ورکړی چې له رسنیو سره پر سینګارتونونو د بندیز په تړاو ونه غږېږي.
له دې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت 'یوناما' ویلي چې دغه بندیز د ښځو پر حقونو نوی محدودیت دی او دا چې د افغانستان پر اقتصاد به هم منفي اغېزه وکړي.
یوناما زیاته کړې، چې دا پرېکړه د ښځو کاروبار د ملاتړ له اعلان سره ټکر کې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له حاکمو چارواکو غوښتي چې په دې تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت بي بي سي ته منلې، چې په افغانستان کې یې ټولو سینګارتونونو ته په یوه میاشت کې د سالونونو د تړلو امر کړی دی.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم پلازمېنه کابل او څو نورو ښارونو کې سینګارتونونه تړل شوي وو، خو په ۲۰۰۱ کال کې د دوی تر سقوط وروسته بېرته فعال شول.
تېرې دوه لسیزې په دې برخه کې ګڼ شمېر ښځو ته د کار فرصت برابر شوی وو.
طالبانو که څه هم د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې ښځینه سینګارتونونه پرانیستي پرېښودل، خو د دغو سالونونو پر لوحو او د مخې پر ښيښو د ښځو د کښل شویو عکسونو د څېرو پټولو لپاره رنګونه وموښل شول.

د عکس سرچینه، AFP
د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقونه او ان بنسټېزې ازادۍ ورځ تربلې محدودېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو منع کړې، لوبغالو او پارکونو ته پر تګ یې بندیز لګولی او په دا وروستیو کې یې ان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار هم راوګرځولې.
خو دغو ټولو محدیتونو سره سره د طالبانو حکومت چارواکي وايي، چې ښځو ته د اسلامي شریعت چوکاټ کې د حقونو ور کولو ته ژمن دي.










