"ککړ چاپېریال تېر ژمي کې میلیونونو ماشومانو ته تنفسي ناروغۍ پيدا کړې دي"

چاپېرل ساتنه

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي، په افغانستان کې د ناروغیو یو له تر ټولو ستر لامل "ناپاک چاپېریال او ککړه هوا ده."

ډاکټر قلندر عباد وایي د افغانستان د روغتیا برخې ډېره بودیجه په انتاني او ساري ناروغیو لګیږي چې د ده په ټکو د دې ناروغیو یوازینی لامل چټل چاپیریال او هوا ده.

ښاغلي عباد په کابل کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې نمانځ غونډه کې وویل چې همدا تېر ژمی یوازې میلیونونه افغان ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

د نوموړي په ټکو "زموږ د کابل ښار هوا او محیط د دې وړتیا نه لرله چې هلته دې یو عادي انسان ساه واخلي، که تنفس کوي نو په ناروغیو په اخته کېږي او بلاخره ډېره مړينه هم له همدې منځ ته راځي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د نوموړي په وینا د چاپيریال له ککړتیا د سرطان په څېر ډېر نورې وژونکې ناروغۍ پیدا کېږي.

خو په همدې غونډه کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري بیا وویل، "فقر او غربت د دې لامل شوی چې خلک هر ډول بې کیفیته سون توکي وسوځوي."

د نوموړي په وینا د افغانستان په ډېرو برخو کې خلک د څښاک پاکو اوبو او خوندي خوړو ته لاس رسی نه لري.

دغه طالب چارواکی د هوا ککړتیا یو ستر لامل هم د ځنګلونو پرې کول او ګاونډیو هېوادونو ته یې قاچاق بولي.

خو د طالبانو حکومت وایي له نړیوالو سره په دې ژمنه ولاړ دي چې د هوا او چاپيریال ککړتیا د مخنيوي په برخه کې به خپل هلې ځلې جاري ساتي.

د چاپېرل ساتنې نړیواله ورځ

د چاپېریال نړیواله ورځ هر کال د جون پر پنځمه لمانځل کېږي چې هدف یې د عامه پوهاوي هڅونې او د چاپېریال خوندیتوب لپاره عملي کار کول دي.

سږ کال ملګرو ملتونو هم دا ورځ د پلاستیک ککړتیا مخنیوي ته ځانګړې کړې چې د ملګرو ملتونو په وینا دا نړیواله ستونزه د هر وګړي ځانګړی پام غواړي.

د مالوماتو پر بنسټ، د نړۍ په کچه چاپېریالي ککړتیا کې د پلاستیک ونډه لس سلنه ښودل کېږي ځکه هر کال په نړۍ کې نږدې څلور سوه میلیونه ټنه پلاستیک کارول کېږي.

دا کارپوهان وايي، پلاستیک چې په اسانۍ په طعبیت کې نه تجزیه کېږي، عمر یې له ۱۰۰ ان تر ۵۰۰ کلونو پورې وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم په دې اړه خپاره کړي پيغام کې ویلي، هر ورځ په نړۍ کې نږدې دوه زره لارۍ پلاستیکي خځلې سمندرونو، سندونو او جهیلونو ته غورځول کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

افغانستان او پاکستان هم له دې برخې ډېر زیانمنېدونکي هېوادونه بلل کېږي چې د حکومتونو له ژمنو سره سره دې ګواښ ته لا هم اړین پام نه دی شوی.

تازه د طالبانو حکومت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن د پلاستیکې کڅوړو تولید او مصرف افغانستان ته لوی سرخوږی بللی او له ټولو شرکتونو او خلکو یې غوښتي چې د پلاستیکي کڅوړو پر ځای باید ټوکر او کاغذ نه جوړې کڅوړې وکاروي.

د پلاستیک کارونې د مهارولو لپاره په خیبر پښتونخوا کې هم حکومت څو کاله وړاندې د یو لړ بندیزونو هوډ کړی و، خو لا هم پلي شوي نه دي.

چاپيریال

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس حافظ عزیزالرحمن: خلک او شرکتونه باید د پلاستیکي کڅوړو په ځای له ټوکر او کاغذ نه جوړې کڅوړې وکاروي.

اقلیمي بدلون

شنونکي او د چاپېریالي چارو کارپوهان وایي، اقلیمي بدلونونه چې نړیواله تودوخه یې رامنځ ته کړې، د چاپېریال ککړتیا کې مهمه ونډه لري.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې یو امید ساپی وایي، د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې یخچالونه له وخته مخکې ویلې کېږي چې له امله یې سیلابونه راوځي او سیلابونه بیا په خپل وار زراعتي محصولات او شنې ساحې له منځه ځي.

ښاغلي ساپي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، افغانستان دمګړۍ له همدغه حالت سره مخ دی، چې له امله یې هم "انسانان، اهلي او وحشي حیوانات او ان نباتات اغېزمن شوي دي."

د اقلیمي بدلون بل اغېز هم وچکالي ده چې د هوا او چاپېریال ککړتیا، کډوالۍ، ناروغیو او نورو ستونزو لامل ګرځي.

خو د ښاغلي امید ساپي په وینا د افغانستان خلک باید د ونو وهلو پر ځای د ونو کېنولو او اوبو کم مصرفولو ته ډېر پام وکړي او دارنګه له نورو هغو کارونو ډډه وکړي چې د چاپېریال او هوا ککړتیا لامل کېږي.