له شل کلن افغان شهزاده سره د بریتانیا تر ټولو ځواکمنې ټولواکمنې "ملکې ویکټوریا" رسمي کتنه

ملکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکه ویکټوریا هغه مهال د نړۍ تر ټولو پیاوړې مشره او ډېره با تدبیره واکمنه بلل کېده
    • Author, يما بارز
    • دنده, بي بي سي، لندن

له افغان واکمنانو سره د بریتانیا د شاهي کورنۍ اړیکي اوږده مخینه لري. ګڼ افغان پاچاهان د بریتانیا له شاهي کورنۍ او د دولت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته لپاره بریتانیا ته سفرونه کړي. خو د افغانستان د سلطنتي کورنۍ هغه لومړنی غړی چې په رسمی سفر د بریتانیا په خاوره کې یې پښه کېښوده، د امیر عبدالرحمان خان دویم زوی شهزاده نصرالله و.

بریتانیا ته د شهزاده نصرالله رسمي سفر

دغه ځوان افغان شهزاده ۱۲۸ کاله وړاندې چې هغه مهال یوازې د شلو کلونو و، د هند له ممبۍ ښاره په بېړۍ کې له څه د پاسه درې اونیز سفر وروسته، د ۱۸۹۵ م کال د مې پر ۲۳ انګلستان ته ورسېد او د پورتسموت په بندر کې ښکته شو.

ویل کېږي د بریتانیا په سفر کې یوه نوي کسیز پلاوي نصر الله خان بدرګه کاوه چې په کې لوړ پوړي دولتي چارواکي، قومي مشران او علما شامل وو.

ملکې ویکټوریا سره کتنه

انګلستان ته د افغانستان د شهزاده نصر الله خان له رسېدو ۳ ورځې وروسته د بریتانیا ملکې ویکټوریا هغه سره د وېنزر په ماڼۍ کې وکتل. ملکه ویکټوریا هغه مهال د نړۍ تر ټولو پیاوړې مشره او ډېره با تدبیره واکمنه بلل کېده او افغان شهزاده نړیوالو اړیکو او سیاست کې بې تجربې شل کلن ځوان و.

د بریتانیا د حکومت رسمي بلنه په خپله امیر عبدالرحمان خان ته استول شوې وه خو هغه د ناسمې روغتیا له امله په خپل استازیتوب خپل دویم زوی له دې سپارښتنې سره واستوه چې د بریتانیا ملکې ته افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې د واک سپارلو قناعت ورکړي.

پر بریتانیوۍ ټولنې د نصر الله خان د سفر اغېز

شهزاده نصرالله خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امير عبدالرحمان خان زوی شهزاده نصرالله خان

په بریتانیا کې د شهزاده نصرالله ښه هرکلی وشو خو داسې برېښي چې بریتانیا ته له سفره د افغانستان د امیر ډډه کولو دلته نارضایتۍ راټوکولې وې.

له امیر عبدالرحمان خان د بریتانویانو خپګان د هغه مهال د یوې ورځپاڼې يه یوه رپوټ کې داسې ځلول شوی و:

"که د دغه ځوان شهزاده پلار پر خپلو بریتانیوي متحدینو د بشپړ باور څرګندولو او دغه ملت سره چې واک ته یې رسولی د ملګرۍ د ثبوت وړاندې کولو لېوالتیا لرلی، نو دا ځوان به دغه اوږده او زړه نیوونکي سفر ته نه وی اړ شوی."

شهزاده په انګریزي نه پوهېده او پر ځايي رسنیو یې هم ښه اغېز نه و پرېښی.

افغان توکمه امریکایی لیکوال خلیل نوري چې بریتانیا ته یې د شهزاده نصرالله د سفر په تړاو یو ناول لیکلی وايي نصر الله خان د خپلو موخو تر لاسه کولو کې هم پاتې راغی.

د ویډیو تشریح، له افغان شهزاده سره د بریتانیا تر ټولو ځواکمنې "ملکې ویکټوریا" رسمي کتنه

"بلنه خو په خپله امیر عبدالرحمان خان ته ورکړل شوې وه خو هغه په دوو دلایلو خپل زوی ور ولېږه. لومړی دلیل داو چې امیر ناجوړه او کمزوری و، نه یې شوای کولای چې بریتانیا ته اوږده لار ووهي. دویم لامل چې له هېواده وتلو ته یې زړه نه ښه کاوه دا و، چې ښايي واک به یې له لاسه ووځي. نو دا یې بریتانیا ته د نه ورتګ دوه اصلي لاملونه و. خو بل لوري ته بیا امیر عبدالرحمان خان خپل زوی ته سپارښتنه کړې وه چې د بریتانیا له ملکې دافغانستان بهرنۍ تګلارې په برخه کې د بشپړ واک غوښتنه وکړي.

د بهرنۍ تګلارې بشپړ واک مانا خپلواکي. خوشل کلن افغان شهزاده د بریتانیا ځواکمنې او د پیاوړي هوډ خاونډې ملکي ته دا قناعت ورنکړای شوی. بریتانیویانو داسې انګېرله چې ګواکې افغانستان سیاسي پوخوالي ته نه دی رسېدلی، نشي کولای د تزاري روسيې یرغل مخه ونیسي او پرېنږدي چې د بریتانیا په تاج کې غمي یانې هندوستان ته ورسېږي."

له لومړني انګریز مسلمان سره کتنه

عبدالله کوېليم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړنی انګرېز مسلمان عبدالله کوېليم

نصر الله خان بریتانیا کې د خپل سفر په ترڅ کې لیورپول کې د مسلمانانو لومړني فرهنګي مرکز ته هم ورغی، د دغه مرکز بنسټ اېښودونکي او او لومړني بریتانیوي مسلمان عبدالله کوېلیم ته یې د فرهنګي مرکز د چارو لپاره ۲۵۰۰ پونډه ډالې کړل.

ځوان افغان شهزاده بریتانیا کې ټول ټال درې میاشتې او لس ورځې تم شو. سکاټلند او د بریتانیا ځینې نورې سیمې یې هم ولیدې او بیا بېرته د کابل په تکل وخوځېد.