ایا افغانستان کې به د نشه يي توکو کاروباریانو شبکې وځپل شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید انور
- دنده, بي بي سي
د کابل په ګډون د افغانستان په سترو ښارونو کې د روږدو کسانو له راټولولو وروسته اوس د مخدره توکو د وېش شبکې د طالبانو تر بریدونو لاندې دي.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، د راټولو شویو روږدو کسانو څخه یي د مخدره توکو د وېش شبکو اړوند لازم معلومات تر لاسه کړي دي.
پل سوخته او شاوخوا سیمې یي، سرای شمالي، د نادر خان غونډۍ شاوخوا، چهلستون، ده دانا، واصل اباد، د قمبر څلورلارې، کمپنۍ او ځينې نورې سیمې د مخدره موادو د خرڅلاوی مهمې سیمې پېژندل کېږي.
طالبان وایي تر اوسه یې په پلازمېنه او څو نورو ولایتونو کې له ۵ زرو ډېر کسان د مخدره توکو د قاچاق او وېش په تور نیولي او په وینا یي د مخدره موادو شبکې د ورکېدو په حال کې دي.
یو روږدی کس چی تر درملنې لاندې دی او اوس لږ څه په هوښ راغلی په خبرو کې یې له ورایه د مخدره توکو اسانه لاسرسي اړوند په تېرو او اوسنیو چارواکو ګیلې او نیوکې دي.
دی د روږدو کسانو درملنې په روغتون کی د طالبانو چارواکو په اړه وايي، "د روږدو کسانو نیول یو ښه اقدام دی، خو که مخدره توکي له ریښې ورک نشي هېڅ نتیجه به ونلري. روږدی کس چی خلاص شي بیا ورځي او بیا مخدره مواد کاروي. باید د مخدره موادو خرڅونکي ورک شي."
له دې سره دا پوښتنه له ډېرو کسانو سره راپورته کېږي چې که د مخدره موادو د وېش او خرڅلاو سیمې معلومې وې ولې د دوی پر وړاندې اړین ګامونه نه اوچتېدل.
بي بی سي هڅه کړې دا ځل دا ځواب د اوسنیو چارواکو او د هغو روږدو کسانو چې اوس یې درملنه کېږي، ومومي. په همدې تړاو یې له څو داسې روږدو سره خبرې وکړې چې اوس د درملنې لپاره روغتون ته وروړل شوي.
یو کس چې نوم یې پټ ساتل شوی، د کابل سید نورمحمد شاه مینې له سیمې په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته راوړل شوی.
دی وايي،"اوس هم ډېر کسان مخدره مواد وېشي. پخوا به سپین ږيرو دا کار کاوه، د کور شاته ورتلو او سپین ږيري مواد ورکول. اوس کوڅو کې ځوانان د موادو په وېش کې ښکېل دي. بازار کې داسې کسان وېش کې ښکېل دې چې هېڅ باور به مو ونه شي. پخوا ډېر زیات وو خو اوس وېش ډېر کم شوی او په سختۍ مواد پیدا کېږي."
د مخدره توکو زر بستریز روغتون د رواني او ټولنیزو چارو سلاکار میوند هوشمند، چې د درملنې پر مهال یې د مخدره توکو له سلګونو روږدو کسانو سره خبرې کړي په بېلابېلو سیمو کې د مخدره توکو د وېش او تر لاسه کولو له رنګارنګ لارو چارو یادونه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی وايي، "سرای شمالي غونډۍ کې سپین ږیري او ځوانان مواد وېشي. کمپنۍ او قمبر څلور لارې سیمو کې د کډوالو په کمپ کې پراته یو شمېر کسان دې کار کې ښکېل دي. کارته نو تپه کې بیا ډېر له ماشومانو ګټه اخلي. ځوان هلکان او نجونې یې روږدو کسانو ته رسوي."
له دې سره اوس طالبان په کابل او نورو لویو ښارونو کې د مخدره توکو د خرڅلاو او وېش دغو شبکو پر وړاندې د سختو ګامونو اوچتولو خبره کوي او وايي تر دې دمه یې له پنځو زرو ډېر کسان د مخدره توکو د خرڅلاو، وېش او قاچاقو په تور نیولي دي.
د طالبانو په حکومت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، روغتون ته له ور وړل شویو روږدو کسانو یي د دغو شبکو د کشف، پېژندنې او نیولو اړوند لازم معلومات تر لاسه کړي دي.
یو بل روږدی کس چې د درملنې زر بستریز روغتون ته وروړل شوی وايي، د روږدو کسانو له ټولولو او د مخدره توکو خرڅونکو پر وړاندې له جدي اقداماتو وروسته اوس د مخدره موادو پيدا کول سخت شوي دي.
د ده په وينا، "دا لس ورځی وړاندې چې زه د باندې وم، نو فکر مې کاوه، که اسلامي امارت، پیل شوي بهیر ته همداسې دوام وکړي، نو ښايي تر یوې یا دوو میاشتو نشه یي توکي او روږدو کسانو شمېر صفر ته راټیټ شي. یو لږ شمېر لاس پلورونکي چې پاتې دي اوس هغوی خپله په روږدو کسانو پسې ګرځی، ځکه نشه یان را ټول کړل شوي دي."
هغه وايي اوس داسې وخت راغلی چې د نشه یي توکو پلورونکي او پېریدونکي دواړه له یو بله وېرېږي:
دی وايي، "تر هغه ځایه چې زه خبر یم اوس هم د کارته نو غونډۍ، د قمبر څلور لارې د کډوالو کمپ، دغه راز د دشت برچي د قلعه نو پل خشک سيمه کې مواد خرڅېږي. واصل اباد سيمی ته اوس څوک نه ځي، ځکه هر څوک چې هلته ولاړ شي نيول کېږي. د جمهوریت په وخت کی هر ځای کې ټابلیټ کا ډېر و، اوس مونږ د کابل له یو سره بل سره ته موټر کې ځو، چې مواد پیدا کړو."
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي یاد بنسټ وایي په ځينو سیمو کې د کورنۍ ټولو غړو پلار، زوی، لور او ښځې د مخدره توکو په وېش او خرڅلاو کې لاس درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه وزارت معین ملا عبد الحق همکار په وینا د افغانستان په ډېرو سیمو کې د مخدره توکو خرڅلاو په کورنۍ سوداګرۍ بدله شوې وه.
د ښاغلي همکار په وینا، را ټول کړل شوي نیمايي روږدي کسان د نشه یي توکو په وېش او پرچون خرڅلاو کی ښکېل وو او دوی اوس مجرم هم ګڼل کېږی. تصمیم هم دا دی چې تر درملنې وروسته به دغه کسان هم محکمی ته لېږدول کېږي، چې د خپل جرم سره سم محاکمه شي.
"اوس تصمیم دا دی چې تر درملنې وروسته به دغه کسان هم محکمې ته لېږدول کیږی، چې له خپل جرم سره سم به محاکمه شي. د روږدو کسانو راغونډولو سره د نشه یي توکو بیې هم ډېرې لوړې شوې دي."
ښاغلی همکار وايي د روږدو کسانو له نیولو ورسته د موادو خرڅلاو ټولې سيمې په نښه شوي او هلته عملیات روان دي.
" لومړی مو د روږدو کسانو د را غونډولو عملیات پیل کړل او ورسره مو له روږدو کسانو پوښتل چې نشه یي توکي څوک او چېرې خرڅوي، د هغوی د معلوماتو پر بنسټ مو عملیات پیل کړل او د نشه یي توکو قاچاقبران او پرچون خرڅونکو د نیولو عملیات هم پیل شول. تر اوسه شاوخوا څلور زره کسان په ټول افغانستان کې د نشه يي توکیو قاچاق او خرڅلاو په تړواو نیول شوي او د روږدو کسانو تر راغونډولو وروسته له زرو تنو زیات یواځی په کابل کی نیول شوي دي، چې په ټوله کې له پنځو زرو زیات کسان نیول شوي، اوس هم عملیات روان دي او هر ورځ قاچاقبران او د نشه يي موادو پلورونکي نیول کیږي".
د جمهوریت د مهال د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې یو مسول هم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، پخوا هم د ځينو کورنیو داسې لېستونه وه چې ټول غړي یي د مخدره موادو په ویش او خرڅولو کې لاس درلود.
د هغه په وینا دا لېستونه ان د عدلي او قضایي ارګانونو په واک کې هم ورکړل شوې وو، خو د ځينو لاملونو له کبله یي پر وړاندې ګام نه اخیستل کېده.










