کابل کې په نشه د روږدو کسانو راغونډول

د ویډیو تشریح، کابل کې په نشه د روږدو کسانو راغونډول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې یې یوشمېر په نشه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره اړوندو روغتونونو ته استولي دي.

کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، ددغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د دې لړۍ په لومړۍ ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ معتادین د کابل ښار او شاوخوا سیمو راغونډ شوي دي.

طالبان وايي، هڅه یې دا ده چې له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم ټول په نشه روږدي کسان راټول او درملنه یې وکړي.

وړاندې هم طالبانو کابل کې په نشه روږدي کسان د درملنې په پار راغونډ کړي وو، خو رپوټونه وايي ځینو یې له لنډې درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کړې ده.