د بښنې نړیوال سازمان په سرپل کې د جنسي تېرې پېښې پلټنو غوښتنه کړې

د بښنې نړیوالې ټولنې یوه بیان کې دا پېښه پر بشري حقونو د تېري یوه بله وحشتناکه پېښه بللې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بښنې نړیوالې ټولنې یوه بیان کې دا پېښه پر بشري حقونو د تېري یوه بله وحشتناکه پېښه بللې ده.

د بښنې نړیوالې ټولنې په سرپل ولایت کې د هغې ادعا په اړه د سملاسي پلټنو غوښتنه کړې چې ویل کېږي پر یوې مېرمنې او دوو کوچنیو لوڼو یې جنسي تیری شوی.

دې ټولنې ویلي طالبان باید د چارواکو په توګه په دې اړه بې پرې او رڼې څېړنې وکړي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې دوه وسله وال شاوخوا دوې اونۍ وړاندې یوه کور ته د تالاشۍ په پلمه ورغلي او پر یوې مېرمنې او د هغې پر لوڼو یې تېری کړی. طالبانو بي بي سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې یو تن یې په دې تړاو نیولی دی. د بښنې نړیوالې ټولنې پرون په یوه بیان کې دا پېښه چې ادعا کېږي طالب وسله وال په کې ښکېل دي، پر بشري حقونو د تېري یوه بله وحشتناکه پېښه بللې ده. دې ټولنې د اوسنیو چارواکو په توګه له طالبانو غوښتي چې د دې پېښې غندنه وکړي او په اړه یې بې پرې څېړنې وکړي. د بښنې نړیوالې ټولنې ټينګار کړی چې د دې پښې عاملان دې له قانون سره سم، او د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو پام کې نیولو سره، له اعدام پرته په عادلانه توګه محاکمه کړل شي. په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې دوې مېرمنې د کورنیو له نارینه وو سره په یوه خونه کې د دې پېښې څرنګوالی بیانوي او ژړا او فریاد کوي.

دا مېرمن وايي چې د شپې پرمهال د تالاشي په پلمه وسله وال د دوی کورته ورغلل د دې او د کوچنیو لوڼو لاسونه یې وتړل او تېرې یې پرې وکړ.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د ښځو ضد تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي

ځايي طالب چارواکو د سرپل ولایت سوزمه کلا ولسوالۍ خانقاه کلي کې د دې پېښې د رامنځته کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې اړه یې یو تن نیولی دی. د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي په دې اړه څېړنې دوام لري، خو هغه د تورنو کسانو په اړه څه ونه ویل چې څوک دي. د بښنې نړیواله ټولنه وايي چې د جنسي ځورونې دې نوې ادعا چې پکې د طالبانو ښکېلتیا ادعا شوې، اندېښنې ډېرې کړې، اوس اړتیا ده چې طالب چارواکي د ناوړه چلنونو په اړه څېړنې وکړي او عاملین یې په ملکي محکمه کې محاکمه کړل شي.

طالبانو له بیا واک ته رسېدو ورسته د ښځو د چارو وزارت، او بشري حقونو کمېسیون په ګډون له ښځو د ملاتړ بنسټونه او له ښځو سره د زور زیاتې له منځه وړلو قانون یې لغوه کړي.د بښنې نړیواله ټولنه وايي د جنسي زور زیاتي قربانیان باید عدالت او اړو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ولري.