اوزبکستان افغانستان ته د اورګاډي له لارې د توکو لېږد رالېږد ځنډولی

اوزبکستان

د عکس سرچینه، O'ZBEKISTON

د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ ملي شرکت وايي، افغانستان ته یې سر له نننه "چهارشنبې" د اورګاډي له لارې د توکو لېږد را لېږد ځنډولی دی.

اوزبکستان په دې اړه خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي، ددې ځنډ لامل د "افغانستان له لوري د هغه مکلفیتونو نه پوره کولو دي" چې ددې شبکې د خوندیتابه او ساتنې لپاره ټاکل شوي وو.

د وینا پاڼې د معلوماتو له مخې د تېر کال په ډېسمبر میاشت کې دواړو خوا د "عمل پلان" په نامه پروګرام کې په ترمز ښار کې پرې خبرې کړې وې.

اوزبکستان وايي د دواړو هېوادونو په هوکړه کې ویل شوي وو، "دواړه لوري د افغانستان په خاوره کې د تخنیکي کارونو په تدریجي پلي کولو توافق لري چې د ۲۰۲۳ کال د فېبرورۍ تر لومړۍ نېټې به د افغانستان د اورګاډي کارکوونکو لخوا ترسره کیږي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په دوه اړخیزه توګه به د ترسره شویو کارونو نوملړ چمتو کوي، او په ځينو نرخونو یې سره توافق وشو چې د جنورۍ په ۲۷ نېټه به نوی تړون لاسلیک کیږي.

خو اوزبکستان وایي "له بده مرغه د افغانستان د ریل پټلۍ اداره ونه توانېده چې په خپل وخت هغه کارونه چې پرې توافق شوی وو ترسره کړي، نو ځکه دوی د فېبرورۍ له لومړۍ نېټې اعلان کوي چې افغانستان ته د رېل پتلۍ له لارې تګ راتګ وځنډوي."

د اسیا پلس په نامه خپرونې هم په دې اړه رپوټ کې ویلي، د اوزبکستان تیمیر یورالي یا د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ ملي شرکت د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته د توکو د لېږد چاره ځنډولې ده.

خو دغه اوزبکستانی شرکت زیاتوي چې له سوداګرو نه د ملاتړ لپاره او دا چې ډاډ ورکړي، افغانستان ته به د توکو لېږد را لېږد زیان ونه رسېږي، یاد شرکت به خپلې چارې په ترمز کې د لاریو موټرو له لارې ترسره کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل خوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ځنډ د اوزبکستان لخوا دی او د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره له تخنیکي او عملیاتي پلوه کوم مشکل نه لري.

ښاغلي مجاهد په دې اړه خپاره کړي ټویټ کې له سوداګرو غوښتي چې له صبر او زغم څخه کار واخلي او خپل اړین توکې د اقینې بندر له لارې وارد کړي.

په همدې ترڅ کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ادارې پر فېسبوک پاڼه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې پرون "سه شنبه" هم د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې اتلس واګونه سوداګریزې توکي منځنی اسیا ته صادر شوي دي.

د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ شرکت د حیرتان ـ مزارشریف لیکه یو لسیزه مخکې د ۱۲۹ میلیونو ډالرو په ازرښت جوړه کړه.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

کره شمېرې نشته چې د رېلي پټلۍ له لارې د اوزبکستان او افغانستان ترمنځ څومره توکې صادر یا وارېږدي خو د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې د مالوماتو له مخې د تېره اونۍ د مرغومې له ۳۰ نېټې د سلواغې تر ۷ پورې یې د اوسپنې پټلۍ له ټولو لارو یو لکه ۲۴ زره او ۵۱۰ ټنه توکې انتقالات شوي دي.

افغانستان دا مهال د حیرتان، تورغنډۍ او اقینې بندرونو له لارې د اورګاډي لیکې لري چې پرې صادرات او واردات کوي.