افغانستان کې د رېل ګاډي سل کاله پوره شول؛ د پاچا امان الله خان هیله ولې نیمګړې پاتې ده؟

ریل
    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

پر یوه دالان د افغانانو ملي اټن او د ترکمنستان دودیزه نڅا کېده. دا ۲۰۱۶ کال و چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي لیکه پرانستل شوه.

پیلیزو مراسمو کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو هم ګډون کړی و.

د هغه مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل د هېواد ودانۍ لپاره د سلو کلونو یوه پخوانۍ هیله پوره کېدونکې ده،

ښاغلي غني ویل، "زموږ د ملي اتل امان الله خان یوه هیله په پوره کېدو ده، د امان الله خان نظر دا و چې افغانستان باید د رېل پټلۍ له لارې سیمه ونښلوي. اقینه لومړنی ګام دی، مزارشریف حیرتان ونښلول شول، له ایرانه تر هراته د اورګاډي لیکه د جوړېدو په حال کې ده. خو زموږ هدف درې کلونو کې دا دی چې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان د وصل لاره شي"

ریل

د عکس سرچینه، Arg

امان الله خان اروپا ته د خپل سفر پر مهال تر ډېره په اورګاډي کې وګرځېده.

د ۱۹۲۸ کال په مارچ کې د اورګاډي له لارې برېتانیا ته ورسېد او د لندن په تر ټولو لوی اورګاډي تمځای (وېکټوریا سټېشن) کې ورته د هغه وخت برېتانوي پاچا جورج او ملکې میري هرکلی ووایه.

باور دا دی چې له هغه سره د اروپا تر سفر وروسته دا ګروهه لا غښتلې شوې وه چې د رېل پټلۍ د هېواد په پرمختګ کې مهمه ونډه لرلی شي، که څه هم ځينې تاریخ پوهان وايي چې له دغه سفر وړاندې هم هغه په خپل هېواد کې د اورګاډي د لیکې جوړولو پلان درلوده.

پاچا امان الله له المانهافغانستان ته اورګاډی راوړ

غازي امان الله خان

د عکس سرچینه، Getty Images

پاچا امان الله د شلمې پېړۍ درېيمه لسيزه کې جرمنی کې له هنزچل کاسل د بوخاري اورګاډي درې ډبې وپېرودې او بيا د هغه مهال افغان پلازمېنې او دارلامان ترمنځ چې لا د ښار څنډو کې و، د ۷ کيلومترو واټن کې چلن لپاره سره يو ځای شوې. د ټرم پټلۍ بيا وتړل شوې خو د اورګاډي ډبې لا هم دارالمان کې د کابل موزیم کې شته.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت پخوانی مرستیال او د علومو اکاډومۍ غړی ډاکټر اکبر جان پولاد وايي " کله چې سیمې ته انګریزان راغلل او تزاري روسیه راغله او د اوسپنۍ پټلۍ جوړولو پیل یې وکړ، افغانستان کې د امیر عبدالرحمن خان واکمني وه، امېر له دې وډار شو چې هسې نه د اوسپنې پټلۍ له امله پخپل لاس کې نوره خاوره ونه بایلي، نو ځکه افغانستان د اوسپنې له پټلۍ بې برخې پاتې شو، کله چې امیر امان الله واک ته ورسېد. هغه اوروپايي هیوادونه لیدلي وو، غوښتل یې افغانستان له نورې نړۍ سره وصل کړي او اقتصادي پرمختګونه رامنځ کړي، نو د اورګاډي پټلۍ کار یې پیل کړ. له بدمرغه هغه شورشونه چې د پرمختګ پر وړاندې وشول امان الله خان مجبور شو افغانستان پرېږدي او بهر ته لاړ شي"

له شاه امان الله خان وروسته د نادرخان په لنډه واکمنۍ او ورپسې د پاچا ظاهرخان څلور لسیزېزې پاچاهۍ کې دغه برخې ته هومره پام ونه شو.

تاریخ پوهان وايي، د دویمې نړیوالې جګړې له امله د افغانستان بې پرې بهرنی سیاست او پڅ اقتصادي خوځښت د دې لامل شو چې د امان الله خان هیله هماغسې موزیم کې خوندي پاتې او عملي نشي.

د افغانستان لومړنی اورګاډی

د ویډیو تشریح، ''نژدې لسیزه وروسته به ټول افغانستان کې ریل پټلۍ وغځېږي''

وروستیو جګړو او سیاسي ناکراریو نور ه دغه چاره ټکنۍ کړه.

پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال حیرتان بندر ته غځېدلې د اورګاډي پټلۍ تر ډېره د پوځي موخو لپاره کارول کېده. افغانستان ته د امریکا له ورتګ سره د لوژیستیکي ملاتړ لپاره هم همدغه لار ناټو کاروله.

په ۲۰۱۰ کال کې یو وار بیا دا هیله رادبره شوه چې د اورګاډي له لارې باید افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې له نړۍ سره ونښلول شي.

په وروستیو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰ کیلومټره لیکه فعاله شوه خو پر واګو د طالبانو د ولکې سره ځينې برخې بېرته غیرې فعالې شوې.

په اوس کې د طالبانو د رېل پټلۍ ادارې ویاند سمیع الله درانی وايي "افغانستان دا مهال ۱۳۶ کیلو متره پټلۍ لري او د نورې د بېرته فعالولو لپاره لاس په چاره یو"

ښايي د شته لیکو بیا په کار راوسته ډېر وخت ونه غواړي خو د ثبات ساتلو لپاره یې سیاسي او امنیتي حالت او دا چې د پاچان امان الله د مهال پلان پلی شي، کابل باید له اقتصادي پلوه هم پر ځان ډاډمن اوسي.