''نژدې لسیزه وروسته به ټول افغانستان کې ریل پټلۍ وغځېږي''

د ویډیو تشریح، ''نژدې لسیزه وروسته به ټول افغانستان کې ریل پټلۍ وغځېږي''

د افغانستان د اورګاډي اداره وايي، پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کاله، د دغه هېواد ټول ولایتونه له یو بل سره د ریل پټلۍ په وسیله وصل کړي. وايي دا کار ته دوی د ۵۰۴۰ کیلو مترو ریل پټلۍ ته اړ دي چې پلان یې ورته جوړ کړی دی. د دې کار ګټه به دا وي چې خلکو ته به کار پیدا شي، د افغانستان ولایتونه به یو بل ته په اسانه او ارزانه مواد ولېږلی شي او نوره راشه درشه به ورسره ډېره شي. نورګل شفق دې نوي پرمختیايي پلان ته کتنه کړې ده.