"د افغانستان نژدې ۱۵ سلنه وګړي معلول دي"؛ دوی وايي ټولنه کې‌‌ په ښه نوم نه یادېږي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ اداره وايي،‌ په دغه هېواد کې د معلولو کسانو شمېر د ټولو وګړو نژدې ۱۵ سلنه برابروي.

دغې ادارې د معلولینونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ‌ کې ویلي‌،‌ د افغانستان معلول کړکېچونو او نورو ننګونو مرستو او خدمتونو په لاسرسي‌ له خنډونو سره مخ کړي‌ دي.‌

اوچا یا د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږی ادارې د داسې مرستو رسونه لومړیتوب بللی چې د افغانستان په هر ځای کې یې معلولو ته پکې برخه ورکړل شي.‌

د افغانستان د تېر جمهوریت پرمهال د بشري‌ حقونو خپلواک کمیسیون په رپوټ هغه ویلي‌ وو، په دغه هېواد کې د معلولو کسان شمېر څه باندې ۴ میلیونو ته رسېږي.‌

د بشري حقونو په هغه رپوټ‌کې دا هم راغلي وو چې له معلولو وګړو سره په ټولنه کې توپیري چلند کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

جګړې،‌ ځمکني‌ ماینونه،‌ ټرافیکي‌ پېښې او په ځینو حالاتو کې د واکسینونو سم نه کول په افغانستان کې د معلولیت اصلي‌ لاملونه بلل کېږي.‌

ځینې معلولینو له بي‌ بي‌ سي‌‌ پښتو سره په خبرو کې ویلي‌، ټولنه کې اوس هم توپیري‌ چلند ورسره کېږي.‌

علي کاکړ چې په تېر جمهوریت کې یې دنده درلوده او په پښه معلول دی،‌ د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړې.‌

نوموړي‌ بي بي‌ سي‌ ته وویل "په شل،‌ ګوډ او نورو نومونو یادېږو.‌ په ښه سترګه نه راته کتل کېږي. دا تو پیر چلند دی او ډېر زورونکی دی"

ښاغلی کاکړ چې د ماسټرۍ تر کچې یې زدکړې کړي،‌ د افغانستان له اوسنیو واکمنو غواړي چې معلولینو ته په حکومتي‌ ادارو کې دندې ورکړي.‌

د ښاغلي کاکړ په وینا،‌ له معلولینو سره د ناسم چلند پای ته رسولو لپاره "باید ټولنه کې عامه پوهاوی ډېر شي."

د طالبانو د معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي‌ فیصل بي‌ بي‌ سي‌ پښتو ته وویل،‌ څه باندې ۱۲۰ زره معلولو کسانو ته یې د شپږو میاشتو او ځینو ته یې د یو کال "مرستې" تر لاسه کړي‌ دي.‌

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبان هغو معلولینو ته چې د بدن یو غړی یې معلول وي،‌ تر ۳۰۰۰ افغانیو ورکوي، هغو معلولینو ته چې د بدن دوه غړي یې معلول وي‌، تر ۵۰۰۰ افغانیو ورکوي‌ او هغوی چې ټول بدن یې شل وي،‌ تر ۸۰۰۰ افغانیو ورکوي.

معلولین وايي‌ دغه پيسې په اوسنۍ ګرانۍ کې د دوی لپاره کافي‌ نه دي. ځینو یې دا هم بي بي سي ته ویلي چې د طالبانو واکمنۍ کې یې کړاونه لا ډېر شوي دي.

د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته ټولو هېواد کې له سره د معلولیت لرونکو کسانو نوملیکنه پیل کړې ده او هغه کسان هم پکې ثبتوي‌ چې د دوی په پوځي لیکو کې د جګړو پرمهال معلول شوي‌ دي.‌