افغانستان کې ذهني معلول ماشومان
افغانستان کې د څلورو لسيزو او لا روانې جګړې سربېره چې ډېرو وګړو ته يې بدني زیان رسولی، ډېر نور هم شته، چې له زېږونه له يو ډول معلوليت کړېږي. دوی افغان ټولنه کې يو هېر شوی پوړ بلل کېږي، چې نه یې خپلو کورونو کې ښه پالنه کېږي او نه يې هم ورته ټولنه کې څه ځانګړي روزنیز مرکزونه جوړ شوي دي. افغان حکومت يو شمېر معلولیت لرونکو ته ځينې ښوونیز ځایونه جوړ کړي خو ډېرو ته بيا چې له يو ډول معلوليته کړېږي، دا ډول اسانتیاوې نشته. تېرو څو کلونو کې ډېرو خیریه بنسټونو د داسې کسانو لپاره ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او خلکو ته هم عامه پوهاوی ورکوي چې پر وړاندې يې دې د چلن بدلون له خپلو کورونو پیل کړي. نجيب پاڅون له مزار شريفه پرې دا راپور رالېږلی.