له معلولينو سره مرسته

د ویډیو تشریح، له معلولينو سره مرسته

د کینیا نایروبي کې یوه کس په خپل نوښت ژوند هغو ته ډېر اسانه کړی دی چې نشي ګرځېدی. په کینیا کې څه باندې څلور میلیونه خلک معلول دي.

ډېری یې ويلچېير یا د معلولینو ګاډۍ نلري. اوس لېنکېن وامایي بې کاره توکي اخلي او بیا ترې داسې برېښنايي ګاډۍ جوړوي چې معلولین یې وکارولی شي.