د بشري حقونو د څار ډله: ترکیې له خپلو پولو لسګونه زره افغان کډوال ایران ته ایستلي دي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشري حقونو څار ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي، ترکیې له ایران سره په خپلې ځمکنۍ پولې لسګونه زره افغان کډوال بېرته ایران ته ستانه کړي او په پایله کې یې ایران هم بېرته شړل شوي کډوال"مخامخ افغانستان ته لېږي".

د بشري حقونو څار ډلې په راپور کې دا هم راغلي ایران او ترکیې دواړو د کډوالو پناه غوښتنې له پامه غورځولې دي.

په دغه ۷۳ مخیز راپور کې چې سرلیک یې دی "هېچا له ما ونه پوښتل چې ولې مې افغانستان پرېښود" راغلي، د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې وروسته چې طالبانو د چارو واګې په لاس کې واخیستې، ترکیې هم د افغان وګړو شړل ګړندي کړي دي.

د بشري حقونو څار ډلې موندنې ښيي، زیاتره وخت په ترکیې کې مېشت افغانان هم نیول کېږي او د نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د نوم لیکنې په برخه کې یې مخنیوی کېږي.

بله دا هغه کډوال چې د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي، زیاترو ته یې د پناه غوښتلو وخت نه ورکول کېږي.

دغه سازمان وايي په دې تړاو یې ترکي چارواکو ته یو لیک استولی او خپلې موندنې یې ورسره شریکې کړې دي.

په ځواب کې یې د ترکیې کورنیو چارو وزارت د کډوالو څانګې ویلي د ۲۰۲۲ کال اکتوبر تر شلمې نېټې یې تر ۲۳۸ زرو ډېرو هغو کډوالو مخه نیولې چې ترکیې ته د ننوتلو اجازه لیک یې نه درلود، چې زیاتره یې افغانان وو.

ترکیې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو اتو میاشتو کې کابل ته د هوا له لارې د نژدې ۴۵ زره کسانو د بېرته لېږلو خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۱ کال لومړیو اتو میاشتو پرتله ‍۱۵۰ سلنه ډېروالی ښيي.

په بشري حقونو سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکې څانګې مشر بېل فرلیک ویلي، ترکیه باید ژر تر ژره له خپلو پولو د کډوالو بېرته ستنول ودروي او "ټولو هغو افغانانو ته چې د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي، دا وخت ورکړل شي چې خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کړي."

پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

ترکیې پر خپله پوله زیاتره افغان کډوال بېرته ایران ته لېږلي او یا یې د نړیوال ملاتړ غوښتنو له ارزولو پرته افغانستان ته شړي.

د پکتیا ولایت یو ۲۵ کلن کډوال چې مخکې خبریال وو د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي "هغوی (د ترکیې پولیسو) ته مې وویل، خبریال یم، ژوند مې خطر سره مخ دی او غواړم اروپا ته ولاړ شم، په ترکیې کې نه پاتې کېږم، خو هغوی زموږ خبرې ته هېڅ غوږ کېنښود. "

دغه کډوال خبریال ویلي "ترکي پوله ساتي منتظر وو چې کله د پولې هاخوا، ایراني پوله ساتونکي نشته، وروسته یې بیا دی له ۲۹ تنو نورو سره د ایران پر لور وشړل."

د بشري حقونو څار ډلې په راپور کې راغلي، له هغو کسانو سره چې دوی خبرې کړي او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یوازې ترکیې ته ورغلي، هېڅ یوه ته یې په ترکیې کې د کډوالۍ په ادارې کې د غوښتنلک زمینه نه ده برابره شوې.

د بشري حقونو څار سازمان یوه مشر ګرې سیپسون هم په یوه ټویټ کې لیکلي، لسګونه زره افغان کډوال له ترکیې د ایران پولې خوا ته لېږل شوی چې ځینې وخت یې په تاوتریخوالي سره لېږلي او یا هم افغانستان ته شړل شوي دي، پرته له دې چې د پناه غوښتنې یې واورېدل شي. ځینو یې "په جبر او یا هم غولونکې توګه بېرته د ستنېدلو فورمې لاسلیک کړې دي."

د بشري حقونو څار سازمان د دغه راپور په جوړولو کې له ۶۸ افغان کډوالو سره خبرې کړي چې له هغې ډلې ۳۸ تنه یې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل پورې څو څو ځله (په ټوله کې ۱۱۴ ) ځله د ترکیې پوله ساتو پولیسو له خوا ایران ته شړل شوي دي. په دې معنی چې د هغوی هر یوه یې څو څو ځله ترکیې ته د بیا ورتک هڅه کړې خو بېرته شړل شوي.

ترکیه دا مهال د څلور میلیونو کډوالو کوربنه ده چې په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ډېر شمېر دی. ۳،۶ میلیونه یې د سوریې وګړي دي چې د لنډمهالې مودې لپاره به وي او ۳۲۰ زره نور کډوال چې زیاتره یې افغانان دي او دا مهال په ترکیې کې اوسېږي.