د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: زرګونه افغان کډوال په "زور" له ایرانه شړل شوي

پناهجویان افغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران ويلي و، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه د ورتلونکو کډوالو شمېر ډېر شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، زرګونه افغان کډوال چې سلګونه کورنۍ په کې دي له ایرانه په زوره اېستل شوي او بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، یوازې دوه ورځې وړاندې د ۱۷۰ کورنیو په ګډون له ۶۵۰۰ ډېر افغان کډوال په "زور" له ایرانه بهر کړل شوي دي.

د طالبانو چارواکي وايي، نژدې ۱۵۰۰ کسان له ایرانه په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي.

ویل کیږي، له دې کډوالو ځېنو یې د کډوالۍ له نړیوالې ادارې د مرستې غوښتنه هم کړې وه.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، همدا پرون هم د شاوخوا ۱۰۰ کورنیو په ګډون له ۹۰۰ ډېر افغان کډوال په "زور" افغانستان ته ستنول شوې دي. ایران کې امنیتي ځواکونه 'افغان کډوال راټولوي او بېرته یې افغانستان ته شړي'

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر افغان کډوال پکې اوسېږي. د ایران له لارې زرګونه کسان هر کال اروپا ته په قاچاقي لارو ته د تللو هڅه کوي.

ایران تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې اوسمهال د پنځه مېلیون افغان کډوالو کوربتوب کوي. تېره میاشت نیویارک ټایمز په یوه رپوټ کې ویلي و، پر افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې نژدې یو میلیون افغانان ایران ته کډوال شوې دي.

ځینې افغانان د جګړې او بې وزلۍ له کبله کاونډیو هېوادونو ته له خورا ځور او ګړاو زغملو سره کډه کېږي.

دا ورستیو کې ملګري ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او نړیوالو بنسټونه د دغه هېواد بشري حالت ناورین وباله.

انتونيو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګوتېرېش په خبره "نهه مېلیونه خلک له کاختۍ سره مخامخ دي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي و، افغانان له لوږې "خپل ماشومان پلوري او ان د خپل بدن غړي خرڅوي."

د ګوتېرېش په خبره "نهه مېلیونه خلک له کاختۍ سره مخامخ دي."

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي و، چې په افغانستان د انساني ناورین د کابو کولو لپاره "سملاسي ګامونه واخلي."