د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانان له لوږې خپل ماشومان او د بدن غړي پلوري

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي افغانان له لوږې "خپل ماشومان پلوري او ان د خپل بدن غړي خرڅوي."
ښاغلي ګوتېرېش دا څرګندونې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس ته په خبرو کې کولې.
د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د راټولولو په موخه دا نړیواله غونډه جينېوا کې جوړه شوې ده.
دا غونډه ملګرو ملتونو رابللې او قطر، بريتانيا او جرمني يي کوربانه دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاتوي د ملګرو ملتونو د غوښتل شویو څلور عشاریه څلور ميلیارد ډالرو یوازې ۱۳ سلنه پيسې تر لاسه شوې دي.
ښاغلي ګوتېرېش پر طالبانو نېوکه وکړه چې نجونې یې له شپږمو ټولګیو پورته له زدکړو را ګرځولې دي. خو ټینګار یې دا و چې نړې دې افغانستان له پامه نه غورځوي.
ملګري ملتونه وايي د افغانستان ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه لري او نړیوالو بنسټونه د دغه هېواد بشري حالت ناورین بللی دی.
ګوتېرېش وايي "نهه مېلیونه خلک له کاختۍ سره مخامخ دي."
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان د انساني ناورین د کابو کولو لپاره "سملاسي ګامونه واخلي."
جرمني چې د دغه کنفرانس کوربتوب کوي، ۲۰۲۲ کال لپاره افغانستان سره څه باندې ۲۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې.
همدا راز امریکا د ۲۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۳ میلیون یورو، قطر د ۲۵ میلیون او کویټ د ۱۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.
بریتانیا د دې غونډې په درشل کې له افغانستان سره د ۳۷۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی و.
د ملګرو ملتونو ویاند وايي، په دې غونډه کې ژمنه کېدونکې پیسې به د مرستندویه ټولنو لخوا لګول کېږي او په وینا یې د طالبانو حکومت ته به نه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي، څه باندې ۲۵۰ مېلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري چې روان کال په افغانستان کې د میندو روغتیايي برخو کې خدمتونه پرې ورسوي.
دې صندوق په خپله خبرپاڼه کې ویلي څه باندې نهه مېلیونه افغان مېرمنې بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دا اداره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان د روغتیا برخې لپاره مرستې ډېرې کړي.
د وګړو صندوق په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو روغتیا حالت ډېر بد بللی دی.









