ایران کې امنیتي ځواکونه 'افغان کډوال راټولوي او بېرته یې افغانستان ته شړي'

له ایرانه ځینې رسیدلي رپوټونو کې ویل شوي، د دې هېواد امنیتي ځواکونه په پلازمېنه تهران او یو شمېر نورو سیمو کې ''هغه پلان عملي کوي چې له مخې یې دې هېواد کې مېشت افغان کډوال له یو ځای کېدو وروسته شړل کېږي. ''
بي بي سي ته یو شمېر رسېدلي ویډیويي کلیپونه او تصویرونه ښيي د ایران په سیستان او بلوچستان کې د لارۍ ګاډو هغه کتارونه بدرګه کېږي چې 'افغانان ' بېرته خپل هېواد ته ستنوي.
بي بي سي نه شي کولای په مستقیم ډول د دې ویډیويي تصویرونو کره والی تایید کړي.
د افغانستان او ایران چارواکو هم په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

تېره اونۍ د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ''د ایران او ګاونډیانو '' په نامه کنفرانس ته وینا کې وویل:
''د افغانستان خلک هره ورځ د زرګونو په شمېر د ژمي او د افغانستان بې ثباته حالت له کبله د ایران ښارونو او پولو سیمو ته راځي. ''
د یادونې ده، چې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د تېر کال دسمبر کې یو رپوټ خپور کړ، چې ښيي له طالبانو ایران ایران ته تښتېدلي افغانان د ایراني چارواکو له لوري بېرته افغانستان ته شړل کېږي.
د والسټریټ په رپوټ کې ویل شوي، ''ایراني چارواکي هره ورځ د دوه نیم زره او څلور زره تر منځ افغان کډوال او پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استوي چې د افغانستان نیمروز کې زرنج ښار ته رسېږي. ''









