هرات کې چاودنې ۵ کسان وژلي او ۲۲ ټپیان دي

د عکس سرچینه، Social
د افغانستان په هرات ولايت کې ځایي مازديګر مهال د لوبو په يوه ډګر کې چاودنه شوې ده.
هرات کې روغتيايي چارواکي وايي په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د هرات مرکزي روغتون مشر ډاکټر عارف جلالي رسنیو ته ویلي، ښايي د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي.
رپوټونه وايي چاودنه د هرات ښار ۱۲ ناحيه کې داسې مهال شوې چې ځوانان په لوبو بوخت وو.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند نافع ټکور بي بي سي ته دغه پېښه تاييد کړې او وايي څلور کسان په کې وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا د پېښې په اړه پلټنه روانه ده او وايي ښکېل کسان به ونيول شي.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت په غاړه نه ده اخیستی. هغه سیمه چې دا پېښه پکې شوې، اوسېدونکي یې ډېری شعیه ګان دي.





