هرات کې د چاودنې له امله لږ ترلږه ۷ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، BNA
د افغانستان له هرات ولایته رپوټونه وایي، د هرات ښار حاجي عباس سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه اووه کسان وژلي او لس ټپیان کړي دي. پېښه د هرات ښار په دولسمه حوزه کې شوې ده.
د طالبانو د استخباراتو ادارې د پیښې د پخلي تر څنګ ویلي نښېدلونکی ماین د ولسي وګړو پر موټر چاودېدلی.
د هرات د مرکزي روغتون ډاکتر محمد عارف جلالي باختر خبري اژانس ته ويلي، روغتون ته اووه جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي دي.
د جلالي په وينا، په دوی کې څلور مېرمنې وژل شوې او پنځه ټپيانې دي.
ځایي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دا چاودنه د هزاره وګړو پر یوه موټر شوې ده، خو خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
پژواک خبري اژانس د هرات د امنيه قومندان د وياند محمود رسولي له خولې وايي، چاودنه پر تونس موټر شوې چې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تراوسه کومې کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه منلی. خو دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ماين چاودنې پېښې زياتې شوې دي.
تر دې وړاندې تېره مياشت د کابل لوېديځ کې دوو چاودنو له امله د لږ ترلږه دوه کسانو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې پړه يې داعش ډلې پر غاړه اخيستې وه.
خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا په هرات ولايت کې لومړنۍ چاودنه ده.










