هرات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

د عکس سرچینه، Getty Images
هرات کې موټربم چاودنې لږ تر لږه ۸ کسان وژلي او ۵۴ نور ټپي کړي دي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي دا چاودنه تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د هرات ښار د پولیسو په ۱۴مه امنیتي حوزه کې شوې او ډیر قربانیان یې ځايي اوسېدونکي ملکي خلک دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي په وژل شویو کې درې ماشومان، دوه ښځې، دوه سړي او یو پولیس سرتیری دی.
هغه زیاتوي چې په ټپیانو کې هم اته پولیس او پاتې نور ملکي خلک دي.
ښاغلی ارین ويلي دې موټربم چاودنه کې ۱۴ کورونو ته زیان اوښتی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسئولیت نه دی منلی، خو کورنیو چارو وزارت یې پړه پر طالبانو اچوي.
ارګ هم دا چاودنه غندلې او د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې یې په یوه اعلامیه کې لیکلي:
"طالبانو د ولسونو پر ضد د خپلې نامشروع جګړې او تاوتریخوالي په دوام یو وار بیا وښوده چې نه یوازې په سوله ییز او اساسي ډول د روان ناورین د حل وړتیا او د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري، بلکې وضعیت لا پېچلی او د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي."

د عکس سرچینه، Social Media
خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي دا چاودنه دوی نه ده کړې.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون تر لاسلیک وروسته د افغانستان ښارونو کې دا ډول سترې چاودنې او بریدونه پام وړ کم شوي دي.
طالبانو په دغه تړون کې هوکړه کړې چې په ښارونو کې به ستر بریدونه نه کوي، خو حکومت وايي پر دې ژمنې عمل نه دی شوی.
په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، چاودنه د ښار په سویلي لوېدیځه برخه کې وشوه، خو دومره زوروره وه چې په ټول ښار کې یې غږ واورېدل شو.
د هرات والي وحید قتالي ویلي چې د سیمې د خلکو سره چې ویل کېږي زیات مالي تاوان هم وراوښتی د مرستو لپاره اړوندی څانګی په کار بوختې دي.

د عکس سرچینه، Social Media
بل لور ته د زابل ولایت امنیتي چارواکي وایي، د وسله والو د توغول شویو هاوانونو له کبله پنځو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د پولیسو مشر حکمت الله کوچی وایي، وسلوالو د جمعې پر ورځ درې هاوانونه د دوي لور ته توغولي چې په وینا یې دوه یې د دوي په یوه مرکز کې او یو بل یې د ملکي خلکو په کور کې لګېدلی دی.
ښاغلی کوچی وایي، په دغه پېښه کې دوې ماشومې نجونې وژل شوې او درې نور ماشومان ژوبل شوي چي روغتون ته د درملني لپاره لېږل شوي دي .
خو د طالبانو یاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر لیکلي چې دا هاوانونه د زابل د مرکز کلات اړوند د نورک پوستې سرتېرو ویشتلي دي.








