یونیسف: بریتانیا د افغان ماشومانو او ښځو ملاتړ لپاره ۲۴ میلیون پونډ مرسته کړې

ناروغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق 'یونیسف' وايي د برتانیا حکومت له افغانستان سره د ۲۴ میلیون پونډو په ارزښت تازه مرسته کړې.

یونیسف په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیسې به له یو اعشاریه شپږ میلیون اړمنو خلکو سره چې ډېره برخه یې ماشومان دي، د خوراکي‌ توکو، پاکو اوبو، میندارو مېرمنو سره په نغدې مرستو او همدا راز د روغتیایي پوهاوي په ډېرېدو ولګول شي.

افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر محمد ایویا ویلي دا مرستې به اړمنو کسانو سره تر یوه حده د ستونزو حل کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې چې وچکالۍ، خوار ځواکۍ، له جګړو اوښتو زیانونو او کمزوري اقتصاد د ماشومانو او ښځو ستونزې لا ډېرې کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په دې وروستیو کې افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دې ادارې ویلي له بېړنو نړیوالو مرستو پرته به ورته د اړمنو افغان ماشومانو او ښځو لاسنیوی ګران وي.

تر دې وړاندې یونیسف بېلابېلو برخو کې افغان ماشومانو او بې وزله کورنیو لپاره د دوه میلیارد ډالرو مرسته غوښتې وه .

یونیسف ویلي دا پیسې به د شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانانو چې نیمایي ماشومان دي، د ستونزو حل کې مرسته وکړي.