'افغانستان کې لا ډېر خلک ماشومان کار ته لېږي او خوراکي مواد پور کوي'

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنه وايي چې په ښارونو کې خلک ډېر ځپل شوي او په کابل کې نیمايي کورنیو ویلي چې خپل ټول عاید یې له لاسه ورکړی دی.

د ماشومانو د ساتنې یا Save the Children نړیواله ادارېه وايي چې په افغانستان کې یو پر پنځمه برخه کورنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې د عاید د کمېدو له امله اړ شوي چې خپل ماشومان کار ته ولېږي.

دغې ادارې په نوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې د دوی نوې څېړنه ښيي چې د تېر کال تر اګست میاشت وروسته چې طالبان واکمن شوي، یو پر درېمه کورنیو خپل ټول عاید له لاسه ورکړی دی.

۱۸ سلنه کورنیو خپل ماشومان کار ته استولي دي او اټکل دا دی چې تر یو میلیون ماشومان له خپلو کورنیو سره د اقتصادي مرستې لپاره کار کوي. سروې ښيي چې د هغو کورنیو شمېر مخ په ډېرېدو دی چې د خوراک لپاره پور اخلي.

په تېر اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر ډېره بندې شوې او د افغانستان د بهرنیو اثارو زیرمې کنګل شوې دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، د سخت ژمي راتګ سره اړمنو افغانانو ته د مرستو رسول لا سخت شوی.

تر دې وړاندې نورو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو هم د افغانانو پر بد اقتصادي وضعیت او بې وزلۍ اندېښنه څرګنده کړې وه.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د هغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه وکړه چې په وینا یې د هغو لګښتونو مخه نیسي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره ورته بېړنۍ اړتیا ده.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې یې د ۱۴۰۰ کورنیو حال په سروې کې پوښتی او ورته معلومه شوې چې د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته ۸۲ سلنه افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی. په دوی کې ۱۸ سلنې ویلي چې کار ته د خپلو ماشومانو له لېږلو پرته یې بل غوراوی نه درلود.

څېړنه وايي چې په ښارونو کې خلک ډېر ځپل شوي او په کابل کې نیمايي کورنیو ویلي چې خپل ټول عاید یې له لاسه ورکړی دی.

د خوراکي توکو د بیعو لوړېدل یوه بله ستونزه ده چې د څېړنې په لړ کې ۳۶ سلنه خلکو ویلي چې خوراکي توکي په قرض اخلي، ۲۴ سلنه خلکو ویلي چې پخوا یې هم همدا حال و او ۳۹ سلنه خلک له اقتصادی پلوه بهتره وضعیت کې کورنیو څخه خوراکي توکي پور کوي. اووه نیم سلنه خلکو خیرات ټولو او د خیریه موسسو د مرستو ترلاسه کولو ته مخه کړې.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې مشر کرېس نیامندي ویلي چې داسې یو حالت یې هېڅکله هم نه و لیدلی. ده د مرستې غږ کړی.

ګوټیریڅ

د عکس سرچینه، EUROPANEWSWIRE/GADO

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش څو څو ځلې خبرداری ورکړی چې بد اقتصادي وضعیت کې به ډېر ملکي افغانان قرباني شي او باید مخه یې ونیول شوي.

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

بل لور د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوالې ټولنې مشرې خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد د مرستو د کمي له کبله له داسې یوه بوږنوونکي حالت سره مخامخ دی، چې هغې د لوږې څونامي بللې ده.

هغې په دې تړاو تازه څرګندونو کې ویلي چې په سږني ژمي کې تر نیمايي ډېر افغانان د خوراکي توکو په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.