نیویارک ټایمز: تېرو څو میاشتو کې تر یو میلیون ډېر افغانان ایران ته اوښتي

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې په تېرو څو میاشتو کې تر یو میلیون ډېر کسان له افغانستانه ایران ته اوښتي دي.
دغه راپور وايي په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او اقتصادي کړکېچ له کبله ایران او پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر څلور برابره لوړ شوی دی.
افغانستان کې اقتصادي کړکېچ تر هغې وروسته پراخ شو چې طالبانو د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د واک واګي لاس کې واخیستل
له دې سره د امریکا لخوا د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل کېدو، پر طالبانو بندیزونو او د اړینو نړیوالو مرستو کمېدو هم د میلیونونو بېوزله افغانانو ژوند لا پسې سخت کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش تېره میاشت وویل چې د افغانستان تر نیم ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخامخ دي
هغه ویلي و "د افغانانو ورځنی ژوند په دوژخ اوښتی."
دغو ستونزو او اقتصادي کړکېچ هغه کسان تر نورو ډېر اغېزمن کړي چې په ورځنۍ مزدورۍ ژوند تېروي.
له دوی ځیني اوس اړ شوي چې د ښې او خوندي راتلونکې، کار او پېسو ګټلو په لټه کې خپل هېواد پرېږي.
د کډوالۍ چارو د خبریالانو د رپوټونو له مخې د تېر کال له اکتوبر د روان کال د جنورۍ تر وروستیو تر یو میلیون ډېر افغانان یوازې د دغه هېواد په سویل لویدیځ کې له دوو اصلي لارو ایران ته تللي دي.
د مرستندویه ادارو د اټکل له مخې هره ورځ له ۴ تر ۵ زره کسان له افغانستانه ایران ته اوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم ډېر دغه کسان د اقتصادي ستونزو له کبله خپل هېواد پرېږي خو ویل کېږي د طالبانو لخوا ځینې لګېدلي محدودیتونه او له مجازاتو وېره هم له هېواده د تېښتې نور ستر عوامل دي.
څېړونکی ډیویډ منسفیلډ چې د افغانانو کډوالي څاري، وايي: "دې ته په کتو چې ژمي دا سفر څومره ګران دی، خو بیا هم د هغو کسانو شمېر چې له دغو لارو له افغانستانه وځي، د پام وړ لوړ شوی دی."
د هغه د اټکل له مخې ایران او پاکستان ته د افغانانو د تګ ورځنۍ کچه د تېر کال د همدې مودې پرتله څلور برابره لوړه شوې ده.
دې کډوالۍ ټوله سیمه او اروپا کې اندېښنې راټوکولې دي. سیمه ییز او لویدیځ سیاستوال اندېښمن دي چې د ۲۰۱۵ کال کې د کډوالۍ کړکېچ له تکرار سره مخامخ نشي.
سیمه ییز او لویدیځ سیاستوال اندېښمن دي چې د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ کړکېچ له تکرار سره مخامخ نشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه مهال څه باندې یو میلیون کسانو چې ډېری یې د سوریې له جګړو تښتېدلي کډوال وو، لویدیځ کې د پناه غوښتنه کړې وه.
ډېر اوس له دې وېره لري چې د هوا په تودېدو او د پسرلي په راتګ سره به چې په واورو پوښلي غرونه رغونه مزل ته اسانېږي، د اروپا پر پولو د افغان کډوالو نوې څپه ورماته شي.
خو دا سفر کډوالو ته هم اسان نه دی او ډېرو ته د سر په بیه پریوځي.
تازه ترکي چارواکو ویلي د یونان له پولې سره یې د اوو نورو کډوالو کنګل شوي مړي موندلي دي. دا مړي د ترکي چارواکو د لټون او ژغورنې عملیاتو کې وموندل شول. چارشنبه هم په دغو عملیاتو کې دولس مړي وموندل شول.
ترکیې د یونان سرحدي چارواکي تورن کړي چې له خپل لوري یې کډوال بېرته د ترکيې خاورې ته شړلي دي، خو د یونان د کډوالو وزیر دا ادعا رد کړې ده. د یونان چارواکي ټینګار کوي چې ترکیه باید پولې ته د کډوال د ورتګ د مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.
اروپايي ټولنې چې سیمه کې یې د دې ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي تکل کړی، د تېر کال مني کې له افغانستان او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره چې د دغو افغان کډوالو کوربتوب کوي، د یو میلیارد ډالرو بشردوستانه مرستو ژمنه وکړه.

د عکس سرچینه، EPA
د ناروې لومړي وزیر 'یوناس ګر ستورې' تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه ناستې ته یوه بیان کې ویلي و له دغو زیان منونکو خلکو سره د مرستو لپاره نویو هوکړو او ژمنو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړې وه چې باید دې سیمه کې او تر هغې ورهاخوا د کډوالۍ د یوه نوي کړکېچ او د بې ثباتۍ مخه ونیول شي.
افغانستان ان لا د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې له سوریې وروسته دویم هېواد و چې ډېرو وګړو یې اروپا کې د پناه غوښتنه کړې وه.









