په افغانستان کې 'د رسنیو د تخطۍ مخنیوي کمېسیون کار پیل کړ'

د عکس سرچینه، Zabihullah Mujahid/TWITTER
په افغانستان کې د رسنیو د تخطۍ یا سرغړونې کمېسيون په کار پیل وکړ. په افغانستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، دغه کار د رسنیو له پرلپسې غوښتنو وروسته کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن سې شنبه دې کمېسیون لومړنۍ غونډه وکړه. ښاغلي مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله ویلي:
''د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او همدا ډول د رسنیو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د تخطیو د مخنیوي کمېسیون فعال شو او نن یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محترم ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ لومړنۍ ناسته وکړه. ''
ښاغلی مجاهد بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''د اوس لپاره حقوق پوه عبدالشکور دادرس، د رسنیز مرکز مشر او د رسنیو یوه فدراسیون د شورا غړی ابوذر سالم، د کابل پوهنتون د ژورنالیزم څانګې استاد محمد شفیق وردګ، حقوق پوه سیف الله ساعي او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی جمیل وقار هغه کسان دي چې له حکومته بهر به د کمېسیون غړیتوب ولري. ''
ښاغلی مجاهد وايي، دې کمېسیون غړو شمېر زیاتېدای هم شي، خو د اوس لپاره د اړوند وزارتونو یوه یوه استازي په ګډون همدا کمېسیون کار پیل کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د رسنیو د څانګې مشر عبدالحق حماد وایي چې دغه کمېسیون به د رسنیو د قانون پر بنسټ خپل کارونه پر مخ بیایي.
ښاغلی حماد وایي د رسنیو په ټولیزو قوانینو کې ځینې معمولي او برسېرن تعدیلات راغلي دي چې تر دې وروسته به عملاً بېرته پلي کېږی.
دغه قانون به رسنیو سره د شریکولو په موخه ډېر ژر چاپ شي، خو دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر خبریالان وایي د رسنیو د کار د ودې او پرمختیا لپاره د یوې روښانې تګلارې نشتوالي دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
ښاغلي مجاهد د دې کمېسیون د غړو په هکله په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان د ازادو خبر یالانو ټولنه بیا وایي، د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون به د خبریالانو پر شکایتونو د غور لپاره قانوني مرجع وي. د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې رییس حجت الله مجددي ویلی هیله کوي چې دغه کمېسون خپل کار ژر تر ژره پیل کړي او خبریالان وکړای شي په ارام فکر او ډاډ سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې رییس زیاتوي دغه کمېسیون خبر یلانو ته ډاډ ورکوي چې پر ستونزو یې د غور لپاره یوه باوري مرجع موجوده ده .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د راپور له مخې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۷۰ پېښې ثبت شوې چې له دې جملې ۱۲۲ یې په خپل سر نیولو، ۵۸ یې د ناوړه چلند او ۳۳ نورې د ګواښلو پېښې وې.










