پر طالب مشرانو سفري محدودیتونه؛ د امنیت شورا پرېکړه دوشنبې ته وځنډېده
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه پر جګپوړو طالب چارواکو د سفري محدودیتونو پر بېرته وضع کولو یا معافیت کومې مشخصې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
امنیت شورا پر طالبانو له لګول شوي سفري بندیز ۱۳ جګپوړي طالب چارواکي تر یوې ټاکلې مودې معاف کړي وو چې د معافیت موده یې د امریکا پر ځايي وخت د جمعې شپې ناوخته پای ته ورسېده.
د دوشنبې تر ورځې چې د امنیت شورا غړي هېوادونه بیا په دې تړاو غونډه کوي او کومې پایلې ته رسېږي، د یادو طالب چارواکو سفري معافیت ځنډېدلی دی.
د طالبانو حکومت د دوی پر غړو سفري بندیزونه د نړیوالو اصولو خلاف بولي او وايي دغسې فشارونه د ستونزو حل کې ګټور نه دي.
له سفري محدودیتونو د طالبانو حکومت د ۱۳ غړو د معافیت وروستۍ نېټه د امریکا په ځايي وخت جمعې په شپه ناوخته پای ته ورسېده.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونوامنیت شورا د دغه سفري معافیت د برخلیک په تړاو غونډه کړې چې غړي هېوادونه یې کومې مشخصې پایلې ته نه دي رسېدلي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، روسیه او چین غواړي د طالبانو حکومت د ۱۳ لوړپوړو غړو د سفري معافیت موده ۹۰ ورځې نوره هم وغځول شي، خو امریکا او لوېدیځ هېوادونه د چین او روسیې له دغه وړاندیز سره موافق نه دي او وايي دا معافیت له یو لړ اضافي جغرافیوي محدودیتونو سره ۶ کسانو ته راټیټوي.
دوی وايي ځکه دا کار کوي چې د طالبانو حکومت د ښځو حقونو رعایت او د ټولګډوني حکومت جوړولو برخه کې پخپلو کړیو ژمنو کې پاتې راغلی دی.
ځینو ډيپلوماټانو له رسنیو سره خبرو کې ویلي، امریکا د پنجشنبې پر ورځ وړاندیز وکړ چې له سفري معافیت د ۱۳ برخمنو طالب چارواکو له ډلې پر ۷ سفري بندیز پلی کړي او ۶ طالب چارواکي به سفري معافیت ولري چې یوازې قطر هېواد ته به سفر کولی شي.
دغو ډیپلوماټانو ویلي، روسیې او چین د امریکا له وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه لرل چې له مخې یې باید د ۱۳ واړو طالب چارواکو د سفري معافیت موده ۹۰ ورځې نوره هم وغځول شي او روسیې، چین، قطر او د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړای شي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، انګلستان، فرانسې او ایرلنډ هېوادونو د چین او روسیې له وړاندیز سره مخالفت ښودلی او ټینګار یې کړی چې د ښځو حقونو، ټولګډوني حکومت او نورو برخو کې د طالبانو حکومت د نه پرمختګ له امله د ۱۳ طالب چارواکو له سفري معافیت سره موافقه نه شي کېدای.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغو ډیپلوماټانو ویلي، د جمعې په ورځ ناوخته د امریکا متحدو ایالتونو خپل وړاندیز کې سمون راوست چې له مخې یې له ۱۳ طالب چارواکو اوه یې له سفره منع کېږي او شپږ نور یې د ۹۰ ورځو لپاره له کوم جغرافیوي محدودیت پرته سفر کولی شي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې، چین استازي او امریکا پر دغه وړاندیز غور کوي او پتېل شوې د دوشنبې په ورځ یې په اړه پرېکړه وکړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي د دوی حکومت "پر امنیت شورا غږ کوي چې بندیزونه د فشار وسيلې په توګه ونه کاروي."
هغه زیاته کړې چې که پر سفرونو بندیز بيا تمدید شي نو "د سیاسي دیالوګ او تعامل پر ځای به واټن رامنځ ته کړي چې بايد مخنيوی يې وشي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
قطر کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم بي بي سي ته وویل د دوی پر غړو سفري بندیزونه د نړیوالو اصولو خلاف او داسې فشارونه د ستونزو حل کې ګټور نه دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳۵ لوړپوړو طالب چارواکو او په طالبانو پورې د تړلو څو بنسټونو نومونه په تورلیست کې شامل کړي وو.
د دغو کسانو له ډلې ۱۵ یې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو پر مهال د لنډ وخت لپاره له تورلیست څخه و ایستل شول.
په تېره جون میاشت کې د طالب چارواکو پر سفري معافیت د امنیت شورا د څار کمېټې د دوو طالب چارواکو نومونه چې یو یې د لوړو زدکړو وزیر عبدالباقي حقاني او بل یې د ښوونې وزارت مرستیال سعید احمد شهید خېل و، د سفري معافیت له لیست څخه وایستل.
پر طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لګول شوي محدودیتونه درې برخې رانغاړي چې سفري بندیز، د شتمنیو ظبطول او له دوی سره د هر ډول وسلو نه کاروبار پکې شامل دی.









