طالبان: د تور لېست له کبله مو پاکستان ته سفر وځنډېد

د عکس سرچینه، Getty Images
وسله والو طالبانو رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان ته د دوی د سیاسي دفتر د غړو اعلان شوی سفر له دې کبله وځنډول شو چې یو شمېر غړي یې د ملګرو ملتونو او د امریکا په تور لېست کې دي، او دې کسانو ته پاکستان ته د سفر زمینه برابره نشوه.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دې چې دوی پاکستان ته تلو او هلته له امریکایي مذاکراتي تیم سره خبرو ته بشپړ چمتوالی نیولی و، او د دې سفر ځنډېدل په دوی پورې اړه نه لري.
یاده دې وي چې افغان حکومت د روانې فبرورۍ میاشتې پر پنځلسمه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک استولی و او پکې یې پاکستان ته د طالبانو د اعلان شوي سفر په اړه شکایت کړی و او اندېښنه یې ښودلې وه.
تر دې وړاندې د یکشنبې پر ورځ د افغان طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره یې روانه اونۍ اعلان شوې لیدنه لغوه کړې ده. د طالبانو دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته ویلي، له قطر دفتر نه د دوی ډله پاکستان ته سفر نه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو تېره اونۍ اعلان کړی چې چې د سولې د خبرو په تړاو له امریکایي پلاوي سره یې راتلونکې ناسته په اسلام اباد کې د فبرورۍ میاشتې پر اتلسمه نېټه کېږي، او د همدې سفر په ترڅ کې به پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم ګوري.
پاکستان طالبانو ته رسمي بلنه ورکړې وه.
د روانې فبرورۍ پر ۱۳مه، د وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې ویلي، د سولې خبرو لپاره د دوی د مذاکراتي ټیم غړي به راتلونکې اونۍ د پاکستان په رسمي غوښتنه دې هېواد ته سفر کوي او هلته به دوشنبه (فبرورۍ ۱۸مه) نېټه د امریکا حکومت له مذاکراتي ډلې سره د سولې خبرو لړ کې ناسته کوي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي وو، چې دغه ډله به د همدې سفر په ترڅ کې له لومړي وزیر عمران خان سره هم ګوري او ورسره به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم د استازو پر اعلان شوي سفر ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت وکړ.
بي بي سي د هغه رسمي لیک متن ترلاسه کړی و چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په دې اړه د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړې کمېټې ته استولی.
په دې لیک کې ویل شوي چې پاکستان ته د طالب استازو د اعلان شوي احتمالي سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې او طالبانو سره د پاکستاني چارواکو لیدنه به د دې ډلې په رسمیت پېژندنې په مانا وي.
په لیک کې راغلي وو، طالبان د افغانستان سوله او ثبات ګواښي، او پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي ۹ غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځانګړي لېست کې دي.
افغان حکومت په دې لیک کې پاکستان ته د طالبانو د اعلان شوي سفر په اړه ویلي، دې رپوټونو افغان دولت او خلک اندېښمن کړي دي.









