طالبان راتلونکې اونۍ پاکستان کې له عمران خان سره ګوري

د عکس سرچینه، Getty Images
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې ویلي، د سولې خبرو لپاره د دوی د مذاکراتي ټیم غړي به راتلونکې اونۍ د پاکستان په رسمي غوښتنه دې هېواد ته سفر کوي او هلته به دوشنبه د فبرورۍ پر ۱۸مه نېټه د امریکا حکومت له مذاکراتي ډلې سره د سولې خبرو لړ کې ناسته کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې د همدې سفر په ترڅ کې به د طالبانو استازي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم ګوري، او ورسره به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې کوي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د اسلام اباد تر سفر وروسته به دوی له امریکایانو سره په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه بله ناسته هم کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اونۍ طالب استازو او یو شمېر افغان سیاست والو او فعالانو په مسکو کې دوه ورځنۍ ناسته درلوده.
طالبانو د سولې د روانو خبرو په لړ کې د امریایي حکومت له مذاکراتي ټیم سره هم، چې مشري یې زلمی خلیلزاد کوي، تر دې دمه په قطر کې څلور ناستې کړې دي.
د پاکستان حکومت د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو ملاتړ کړی او منلې یې ده چې دوی دې خبرو ته زمینه برابره کړې.
په دې لړ کې پاکستان د طالبانو یو مهم مشر ملا برادر اخوند هم د زلمي خلیلزاد په غوښتنه تېر کال له بنده خوشې کړ، او نوموړی اوس په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د سولې د خبرو په تړاو د ملي اجماع رامنځته کولو لپاره به لویه مشورتي جرګه را غواړي.
ټاکل شوې ده چې دا جرګه د روان کال په حوت میاشت کې په کابل کې وشي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ټینګار کوي چې د هر ډول سولې او هوکړې لپاره اړینه ده چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
خو له دې سره سره طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه نه ده ایښې.
افغان حکومت بیا د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالفت نه کوي، او ټینګار کوي چې امریکایي پلاوی د دې ناستو او خبرو ټول جزئیات له دوی سره شریکوي.








