د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شدیدې نس ناستې پېښې ثبت شوې

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو اېچ او په خپل رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې په شدیدې نس ناستې یا ای ډبلیو ډي د اخته ناروغانو شمېر څه باندې ۱۹ زرو ته رسېدلې دی.

رپوټ زیاتوي چې دغه ناروغان په ټولو ولایتونو کې دي خو ډېری پېښې په کابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، کندهار او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په ورته مهال مهال د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شري ناروغۍ د پېښو له کمېدو سره سره په ټول افغانستان کې د دې ناروغۍ نژدې ۶۵ زره پېښې ثبت شوې دي.

همدا څو ورځې وړاندې د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د کوچیانو په یوه کلي کې لسګونه ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شول چې څلور تنه یې ترې مړه هم شول.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ د ۲۲۹ پېښو او ترینه د ۶ کسانو د مړینې یادونه هم کړې.

د یادولو ده چې د دې ناروغۍ ویروس د څارویو د کنې په واسطه د انسان بدن ته ننوځي.

تبه، سردرد، د ستونې درد او خپګان د دې ناروغۍ نښې بلل کېږي.

کولرا

د عکس سرچینه، TALIBAN

دغه راز ډبلیو اېچ او ویلي چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د ډینګې تبې پېښې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي. خو څو ورځې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان عمار دا شمېر خورا لږ وباله.

نوموړي وويل، "تېر کال د ينګې ۱۷ سوه مثبتې پېښې شوې وې، خو سږ کال په څو مياشتو ۷۰ پېښې ثبت شوې، په دې وروستيو کې چې کوم رسنیز راپورونه خپاره شوي يو څه نا سم دي."

څو ورځې وړاندې د افغانستان له څو شمالي ولایتونو د کولرا ناروغۍ د خپرېدو رپوټونه ورکړل شول خو د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت کولرا ته ورته د شدیدې نس ناستې ناروغي وبلله.

کولرا له ککړو اوبو، يا د روغتيا ته د نه پاملرنې له امله انسانانو ته خپرېږي.

دا اندېښنې لا له وړاندې وې چې د هوا له تودېدو او ورسره مل ویجاړوونکي سېلابونه به افغانان پر ډول ډول ناروغیو اخته کړي. د څارونکو په باور که حالات همداسې دوام وکړي ښايي نور کسان هم په بېلا بېلو ناروغیو اخته شي چې ورسره به پر روغتیايي سیستم چې وار دمخه تر فشار لاندې دی فشار نور هم ډېر شي.