د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د نورو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

سیل

د عکس سرچینه، دفتر والی هرات

تېرو دریو ورځو کې سختو سیلابونو څو ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال درانه تاونونه اړولي دي.

یوازې په زابل ولایت کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د طالبانو په حکومت کې له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې له سیلاب ځپلو سره د دوی مرستې کافي نه دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د زابل ولایت چارواکي وايي تېرو دریو ورځو کې دغلته سېلابونو ۲۶ کسان وژلي او درانه مالي زیان یې اړولی دی.

د چارواکو وینا ده چې د زابل په ټولو ولسوالیو کې سیلابونو خلک ځپلي دي.

د چارواکو وینا ده چې په تېرو څو ورځو کې په غزني، ارزګان، کندهار، خوست، پکتیکا، پکتیا، فراه، هلمند، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایت کې هم له سختو ورښتونو وروسته سیلابونو کې خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اوښتي دي.

سیل

د عکس سرچینه، د هرات د والي دفتر

د طالبانو په حکومت کې له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي په تېره یوه میاشت کې د سیلابونو له امله افغانستان کې بیړنی حالت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پیژندې ادارې په بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، سېلابونو، او لنډ مهالي بادونو اټکل کړي دي.

دې ادارې ویلي ښايي له لسو نه تر ۴۰ ملي مترو پورې ورښتونه وشي.

د طالبانو په حکومت کې له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې دوی له یو شمېر سیلاب ځپلو خلکو سره د خیمو او ځینو نورو اړینو لومړنیو توکو مرسته کړې ده خو په وینا یې دا بسنه نه کوي ځکه نو دوی پر نړیوالو او مرستندویه ادارو هم غږ کوي چې په دې برخه کې ورسره لاس او همکاري وکړي.

له دې سره افغانستان کې د هغو کسانو شمېر هم زرګونو ته رسېدلې دی چې کولرا ته په ورته نس ناستې ناروغۍ اخته دي.

زابل

د عکس سرچینه، TALIBAN

زابل کې د ځايي چارواکو په حواله دغلته اوس په دې ناورغۍ د اخته کسانو شمېر له اوو زرو اوښتی دی.

څو ورځې وړاندې د افغانستان له څو شمالي ولایتونو هم د کولرا ناورغۍ د خپرېدو رپوټونه ورکړل شول خو د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت کولرات ته ورته د شدیدې نس نستې ناروغي وبلله.

دا اندېښنې لا له وړاندې وې چې د هوا له تودېدو او وروستي ویجاړوونکي سېلابونه به ځايي خلک پر ډول ډول ناروغیو اخته کړي.

د چارواکو وینا ده که حالت همداسې دوام وکړي ښايي نورو خلکو ته هم د سیلابونو له امله د سر او مال تاوانونه واوړي او یو شمېر خلک له سیلابونو وروسته پیدا کېدونکو ناروغیو باندې اخته شي.