د افغانستان زابل ولایت کې لسګونه ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي

د عکس سرچینه، TALIBAN
د افغانستان زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي.
ددې ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، سیمې ته د روغتیاپالانو یوه ډله استول شوې چې د ناروغانو درملنه پیل کړي.
زابل ولایت چې له کندهار، غزني، پکتیکا او اروزګان ولایتونو او له پاکستان سره ګډه پوله لري تر ډېره بې وزلی ولایت دی او د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له ستونزې کړېږي.
څو ورځې وړاندې، د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو کې له خورا ویجاړوونکې زلزلې ژوندي پاتې شویو خلکو ویلي وو، نه خواړه لري، نه سرپنا لري او د کولرا یا نس ناستې خپرېدو وېره ورسره ده.
د شمېرو له مخې، ددې ولایت شاوخوا ۳۲ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او د قابلو او روغتیايي مرکزونو د کمښت له کبله یې وګړي له ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان پکتیکا ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو خلکو په څېر له وګړو سره د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو کې مرسته کوي.
دغه اداره وايي، هلته زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه په ټانکرونو کې رسوي چې د کولرا په څېر ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو په وینا، په نړۍ کې څه باندې دووه میلیارده انسانان پاکې اوبه نه شي موندلای او له همدې کبله په کولرا د اخته کېدو له خطر سره هر مهال مخامخ دي.
کولرا ناروغي چې د ککړو اوبو له کبله خپرېږي، هر کال نړۍ کې تر ۱۰۰ زرو پورې انسانان وژني.
د مالګي او ریهایډرېشن یا بدن کې د اوبو پوره کولو له لارې د دغې ناروغۍ درملنه هم اسانه ده او که خلک پاکو څښاک اوبو او تشنابونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري مخنیوی یې هم کېدای شي.
کولرا چې د "بېوزله خلکو ناروغي" بل کېږي، د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان وايي د درملنې کمزوري نظامونه او په لومړي سر کې د وبا خپرېدو نه مخنیوی هم د دې سبب کېږي، چې ناروغي په ډېره چټکۍ خپره شي.
له زلزله ځپلو سره مرسته
په افغانستان کې د زلزله ځپلیو وګړو د لاسنیوي په درشل کې چین اعلان کړی چې له زلزله ځپلو سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وزارت سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل، چې افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د ۳۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
دی وايي، چین له دغو اړمنو خلکو سره د ۲۰۰ ټنه نورو خوراکي توکو د مرستې هوډ هم لري.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) ویلي،
د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۶۲ زره کسان اغېزمن شوي، چې ۶۰ سلنه یې یوازې ماشومان دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
بله خوا، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې پکتیکا، خوست او پکتیا کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له قربانیانو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وزارت وايي، تازه بنګله دېش هم د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د ۱۱ ټنه خوراکي او غیرې خوراکي توکو او درملو مرسته کړې ده.








