د افغانستان زابل ولایت کې لسګونه ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي.

ددې ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، سیمې ته د روغتیاپالانو یوه ډله استول شوې چې د ناروغانو درملنه پیل کړي.

زابل ولایت چې له کندهار، غزني، پکتیکا او اروزګان ولایتونو او له پاکستان سره ګډه پوله لري تر ډېره بې وزلی ولایت دی او د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت له ستونزې کړېږي.

څو ورځې وړاندې، د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو کې له خورا ویجاړوونکې زلزلې ژوندي پاتې شویو خلکو ویلي وو، نه خواړه لري، نه سرپنا لري او د کولرا یا نس ناستې خپرېدو وېره ورسره ده.

د شمېرو له مخې، ددې ولایت شاوخوا ۳۲ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او د قابلو او روغتیايي مرکزونو د کمښت له کبله یې وګړي له ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان پکتیکا ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو خلکو په څېر له وګړو سره د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو کې مرسته کوي.

دغه اداره وايي، هلته زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه په ټانکرونو کې رسوي چې د کولرا په څېر ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو په وینا، په نړۍ کې څه باندې دووه میلیارده انسانان پاکې اوبه نه شي موندلای او له همدې کبله په کولرا د اخته کېدو له خطر سره هر مهال مخامخ دي.

کولرا ناروغي چې د ککړو اوبو له کبله خپرېږي، هر کال نړۍ کې تر ۱۰۰ زرو پورې انسانان وژني.

د مالګي او ریهایډرېشن یا بدن کې د اوبو پوره کولو له لارې د دغې ناروغۍ درملنه هم اسانه ده او که خلک پاکو څښاک اوبو او تشنابونو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري مخنیوی یې هم کېدای شي.

کولرا چې د "بې‌وزله خلکو ناروغي" بل کېږي، د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان وايي د درملنې کمزوري نظامونه او په لومړي سر کې د وبا خپرېدو نه مخنیوی هم د دې سبب کېږي، چې ناروغي په ډېره چټکۍ خپره شي.

له زلزله ځپلو سره مرسته

په افغانستان کې د زلزله ځپلیو وګړو د لاسنیوي په درشل کې چین اعلان کړی چې له زلزله ځپلو سره یې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وزارت سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل، چې افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د ۳۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې.

دی وايي، چین له دغو اړمنو خلکو سره د ۲۰۰ ټنه نورو خوراکي توکو د مرستې هوډ هم لري.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) ویلي،

د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۶۲ زره کسان اغېزمن شوي، چې ۶۰ سلنه یې یوازې ماشومان دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بله خوا، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې پکتیکا، خوست او پکتیا کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له قربانیانو سره ۳۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وزارت وايي، تازه بنګله دېش هم د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د ۱۱ ټنه خوراکي او غیرې خوراکي توکو او درملو مرسته کړې ده.‌