د زلزله ځپلو سیمو سترګو لیدلی حال؛ د خوراک نشتوالی او د کولرا خپرېدو وېره

- Author, سکندر کرماني
- دنده, بي بي سي پکتیکا - برمل ولسوالي
هغه کسان چې د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې له خورا ویجاړونکې زلزلې ژوندي پاتې شوي دي وايي، نه خواړه لري، نه سرپناه لري او د کولرا یا نس ناستې خپرېدو وېره ورسره ده. د یادونې ده، چې د وړمې شپې زلزله، چې خوست او پکتیکا ولایتونه یې ولړزول، په دوو لسیزو کې بې ساري ویجاړۍ رامنځته کړې.
اغا جان په داسې حال کې په خپل کنډواله شوي کور کې ګرځېد، چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې. یوه جوړه پیزار یې راپورته کړل، خاورې یې ترې وڅنډلې او ویې ویل: ''دا مې د زوی بوټان وو '' د اغا جان دوې مېرمنې، او درې ځوان اولادونه په داسې حال کې مړه شوي چې د زلزلې پر مهال په خوب ویده وو.
اغا جان وايي، د زلزلې ټکانونو له محسوسول وروسته یې هغې خونې ته منډه کړه، چې کورنۍ غړي یې پکې ویده وو ''خو هر څه تر خاورو لاندې شوي وو، ان بېلچه مې هم تر نړېدلي چت او دېوالونو لاندې وه، هېڅ مې نه شو کولای، خپلوانو ته مې منډه کړه، خو کله مو چې خاورې ترې واړولې، هېڅ یو ژوندی نه و پاتې. ''
د پکتیکا برمل ولسوالۍ هغه سیمه چې د اغاجان کلی پکې دی، زلزلې خورا سخته ځپلې. په دې زلزله کې تر ۱۰۰۰ پورې کسان مړه شوي او نژدې ۳۰۰۰ نور ټپیان دي. دې ته سیمې ته تر ټولو نژدې ښارګوټي ته د موټر نژدې درې ساعته لار ده، چې ډېره برخه یې کنډ- کپر او خامه ده.
دغه لامل دی، چې روغتونونو ته د ټپیانو رسولو چاره اسانه نه وه او ځینې بیا د طالبانو په پوځي چورلکو کې لېږدول شوي دي. د دې کلي نژدې هر کور او دېوال چې ټول له خټو او ډبرو جوړ شوي، زیانمن شوي او یا له بېخه نړېدلي دي او د کلي په هر کور کې د یوه یا بل خپلوان مړینې له کبله د ویر ټغر خپور دی.

حبیب ګل بیا د پاکستان په کراچۍ کې مزدوري کوله چې له زلزلې خبر شوی او په برمل کې کاله ته له ستنېدو وروسته خبر شوی، چې د کورنۍ ۲۰ کسان یې مړه شوي، چې ۱۸ یې په یوه کور کې اوسېدل. ده بي بي سي ته وویل: ''د کوم یوه نوم به دریاد کړم، ډېر خپلوان مې شهیدان شوي، درې خویندې مې، لمسي مې، لور مې، تنکي ماشومان... ''
هر کلیوال مو چې ولید، د خپل وران کور په کنډوالو یې ګرځولو او هلته رسېدلی زیان یې راښودلو. که یوه لور ته دوی غوښتل چې نړیوال یې له حاله خبر شي، نو نو دا هیله یې هم درلوده، چې د زیانمنو په لیستونو کې یې نوم شامل شي.
حبیب ګل بي بي سي ته وویل: ''که نړۍ راته د وروڼو په سترګو وګوري، همدلته به په خپل وطن پاتې شو، او که نه دا ځای به په اوښکو ډکو سترګو پرېږدو، چې ډېر عمر مو پکې تېر کړی. ''

پورته هوا کې پوځي چورلکې ګرځي، دوی اوس ټپیان نه لېږدوي، بلکې د مرستې لپاره توکي راوړي. طالبانو راته وویل، چې د ژغورنې چارې بشپړې شوې او پای ته رسېدلې دي. تر ټولو سخته اړتیا سرپناه ته لېدل کېږي، ځکه سلګونه کورنۍ بې کوره او تر شنه اسمان لاندې پاتې دي.
اغاجان او یو ژوندی پاتې زوی یې په ځمکه کې لرګي خښوي او ترپال ورپورې ټومبي چې کېږدۍ ترې جوړه کړي. ځینې نور کلیوال بیا د خپلو هغو ورانو، ویجاړو کورونو په کنډوالو کې ولاړو کېږدیو کې دي چې د کلونو له کار او زیار وروسته یې ودان کړي وو.
خالد جان ته اوس د هغو پنځو لمسیانو مسوولیت ورپه غاړه دی، چې پښو ته یې ګرځي راګرځي. د دوی پلار او د ده زوی د خالدجان له دوو نورو ماشومانو سره یو ځای مړ شوی دی. ده بي بي سي ته وویل: ''همدا ماشومان راپاتې دي، کور او پکې هر څه له منځه تللي او بیا به هېڅکله و نه شم کړای، چې ودان یې کړم. ''

افغان او نړیوال مرستندویان هڅه کوي، مرسته وکړي، خو دا یوه خورا لویه پېښه ده او زیان یې هم په داسې حال کې په زیاتېدو دی، چې افغانستان له مخکې له یوه بشري بحران سره مخامخ دی. ملګري ملتونو چې له زیانمنو سره د مرستې په هڅو کې شامل دي، د احتمالي کولرا یا نس ناستې خبرداری ورکوي.
د حبیب ګل د کلي نارینه د مړو کسانو جنازې لمانځه لپاره سره یو ځای شول. د دې کلي له ټولټال دوه نیم سوه اوسېدونکو، پنځوس کسان په زلزله کې مړه شوي دي، پام اوس ژوندي پاتې کسانو ته وراوړي، چې دوی ته به څنګه او څومره ژر مرسته ورسېږي.










