افغانستان کې زلزله؛ د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په سویل ختیځو پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زورورې زلزلې ۴۰ ساعته وروسته د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت پکتیکا والي ثناالله معصوم بي بي سي ته وویل تېره شپه 'چارشنبه ' په پکتیکا کې د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل او موږ ته داسې کوم تازه رپوټ نه دی رسېدلی، چې کومې سیمې ته دې دا عملیات نه وي رسېدلي. ''
ښاغلی معصوم وايي، د ژغورنې ډلو وکولای شول، ټولو هغو سیمو ته ورسېږي، چې زلزلې ځپلې دي.
د طالبانو ځايي چارواکو د زلزلې پر دویمه ورځ یوه خبري غونډه کې د مخکې په څېر د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۰۰ کسان او د ټپیانو شمېر نژدې ۱۵۰۰ کسان یاد کړ، په داسې حال کې چې تېره شپه د مرګژوبلې ډېرېدو اندېښنې څرګندې شوې وې.
د هغو ټپیانو په هکله چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه و، ویل شوي چې پلازمېنې کابل او ځینې نور د ګاونډي ولایت پکتیکا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
طالبانو حکومت له تېر ګهیځ راهیسې د شپږو هغو چورلکو په مرسته، چې د افغانستان له مخکیني حکومته پاتې دي، سیمې ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړه.
ګڼ باران، د امکاناتو لږوالي او د کنډ، کپر لارو له کبله د مرستو رسولو چارې له سخت ځنډ او خنډ سره مخامخ وې. د بي بي سي خبریال سکندر کرماني چې د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته تللی په خپل رپوټ کې وايي، زلزلې په پراخه کچه ویجاړۍ رامنځته کړې او زلزله ځپلي خلک مرستو ته سخته اړتیا لري.
نوموړی زیاتوي یو شمېر مرستندویان سیمې ته رسېدلي دي، خو د نورو مرستندویانو لپاره سخته اړتیا لیدل کېږي.
د یادونې ده، چې طالبانو حکومت او یو شمېر افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او مشهورو شخصیتونو د مرستو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان روان وضعیت په اړه د امنیت شورا غونډه

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سرپرست رمیز الااکبروف په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل، په راتلونکو ۲۴ساعتونو کې به له زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه وکړي.
نوموړي وویل،غواړي د اغېزمنو کورنیو، سیمه ایزو مرستندویه کارکونکو او د ښځو د مدني ټولنې له ډلو سره وګوري.
ده زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د هغو ادارو له مشرانو سره په ګډه کار کوي چېله افغانستان سره په مستقيم ډول مرسته کوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې "له چارواکو (طالبانو) سره دوامداره تعامل ته اړتیا ده."









