افغانستان کې د ټي ټي پي مشرانو وژل کېدل؛ فیض حمید د بهاولپور قول اردو قوماندان ټاکل شوی

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
پاکستاني طالبانو منلې چې د دوی د غورځنګ څو لوړ پوړي قومندانان پرون يکشنبه ناوخته د افغانستان په پکتیکا ولايت کې وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې د عبدالولي په نامه يو قومندان چې په عمر خالد خراساني مشهور و او پخوا يې د جماعت الاحرار ډلې مشري هم کوله له خپلو دوو ملګرو، حافظ دولت او مفتي حسن سره يو ځای د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سړک ماين چاودنه کې وژل شوی دی.
له دې سره هممهاله د افغانستان ختيځ کونړ ولايت کې د ملا يعقوب په نامه د پاکستاني طالبانو د يوه بل غړي د مرموزې وژنې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
خو افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ځينو پاکستاني رسنيو خبر ورکړى، پرون کله چې دغه کسان د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې روان وو، د دوى موټر د سړک د غاړې پر ماين وربرابر شو او ووژل شول.
وړاندې هم څو ځله د خالد خراساني د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و. نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې سخت ټپي شوی هم و.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت له تېرو څو میاشتو راهیسې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي. اوس مهال دواړو خواو په رسمي ډول اوربند اعلان کړی دی.
د خراساني وژل کېدل به د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ د سولې په خبرو هم اغېز وکړي چې په وروستيو کې ډېر پرمختګ په کې شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېر کې هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر کسان او قوماندانان وژل شوي دي.
اسلام اباد کې د ازاد خبريال طاهر خان وايي، عمر خراساني له هغه راهيسې چې په ۲۰۰۷ کال کې بيت الله مسيد د پاکستاني طالبانو بنسټ کېښود له دغې ډلې سره و، چې وروسته يې د طالبانو لپاره د مومندو سيمې مشري پر غاړه وه.
نوموړي په ۲۰۱۴ کال کې د خپلمنځي اختلاف له امله ځانه ته جلا ډله جوړه کړه چې بيا وروسته بېرته له طالبانو سره يو ځای شو.
له خراساني سره وژل شوي دواړه کسان ده ته ډېر نژدې وو او له مهمو کسانو ګڼل کېدل.
په ورته وخت کې رپورټونه وايي چې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پر پاکستاني پوځيانو بريد شوی چې وېل کېږي لږ ترلږه درې تنه پوځيان په کې وژل شوي دي.
دا بريد چې د خراساني تر مړينې وروسته شوی تراوسه يې چا مسووليت نه دی منلی.
جنرال فیض حمید د بهاولپور قول اردو قوماندان ټاکل شو

د عکس سرچینه، iSPR
افغانستان کې د ټي ټي پي د مشرانو له وژل کېدو سره هممهاله د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي د پېښور د قول اردو قوماندان ډګر جنرال فیض حمید د بهاولپور قول اردو قوماندان ټاکل شوی دی.
هغه د پېښور قول اردو له قوماندانۍ وړاندې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د پاکستان د پوځي څارګرې ادارې ای اېس ای مشر و.
د جنرال فیض حمید په اړه ویل کېږي چې افغانستان کې له ټي ټي پي سره خبرې هم ده پر مخ وړې او ان تېره می میاشت یې پخپله هم پکې ګډون کړی و.
افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم د دوی په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنخ خبرې منلي خو په دغو خبرو کې د جنرال فیض حمید د ګډون خبر رسمآ نه دی تایید شوی.
د ای اېس پي ار د اعلامیې له مخې همدا راز جنرال سردار حسن اظهر حیات د فیض حمید پر ځای د پېښور قول اردو قوماندان او جنرال خالد ضیا د پاکستان د پوځ سکرتر ټاکل شوی دی.









