جماعت الاحرار د خپل مشر وژل کېدل ومنل

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جماعت الاحرار خپل فعالیت له مومند قبایلي سیمې پیل کړ.

په پاکستان کې د څو بریدوونو مسوولیت مننونکې ډلې جماعت الاحرا ویاند وايي، مشر یې خالد خرسانی د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

اسد منصور وايي، د مشر ترڅنګ یې نهه نور وسلوال هم په دغه برید کې وژل شوي دي.

عمر خالد خراسانی د جماعت الاحرار مشر و او په پاکستان کې یې د څو چاودنو مسوولیت منلی و.

عمر خالد خراسانی چې اصلي نوم یې عبد الولي و په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې سخت ټپي شوی و.

دا خبر په داسې مهال دی چې قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ سره نږدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په دریو بریدونو کې له ۳۰ ډېر وسلوال وژل شوي دي.

له دې بریدونو وروسته داسې رپوټونه هم و چې د وژل شویو ډېر مړي پاکستان ته لېږدول شوي دي.

پاکستان ته د ټېلرسن سفر

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، خالد عمر خرسانی پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر درشل کې وژل کېږي.

د عمر خالد خراساني وژنه په داسې مهال ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په سفر روان دی.

شنونکي وايي، اسلام اباد له څه مهال راهیسې له واشنګټن غوښتل د هغو وسلوالو پرضد بریدونه وکړي چې د ډیورنډ کرښې افغان لوري ته پټنځي لري او پاکستان کې بریدونه کوي.

جاعت الاحرار پر ۲۰۱۴ کال له پاکستاني طالبانو بېله او داعش سره یو ځای شوه، خو یو کال وروسته یې وویل له پاکستاني طالبانو سره یو ځای کېږي چې د القاعده ملګري دي.

د دې ډلې پخواني ویاند احسان الله احسان په وروستیو کې له خپلې ډلې لاس واخیست او پوځ ته یې ځان وسپاره.

د جماعت الاحرار بریدونه

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، جماعت الاحرار پاکستان کې د مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.

جماعت الاحرار په پاکستان کې په مرګونو بریدونو تورنه ده.

دې ډلې تېر کال د پنجاب د مرکز لاهور په ګلشن اقبال پارک کې د چاودنې مسوولیت ومانه.

په هغه برید کې د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۷۰ کسان ووژل شول.

دې ډلې په کوټه کې یوه روغتون ته نږدې د چاودنې مسوولیت هم منلی چې ۷۴ کسان پکې وژل شوي دي.

غازي عملیات

ر

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، د جماعت الاحرار ویاند څه مهال د پاکستان پوځ ته ځان وسپاره.

جماعت الاحرار د روان کال فرورۍ کې د غازي اپرېشن په نوم پاکستان کې د عملیاتو د نوي پړاو د پیلولو خبره وکړه.

پر ۲۰۰۷ کال د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پر سور جومات(لال مسجد) د پاکستان د پوځ عملیاتو کې د وژل شوي عبدالرشید غازي نوم دې عملیاتو ته ور کړل شوی و.

خو سور جومات پر دې نوم نیوکه وکړه.