پاکستاني طالبانو سره مذاکرات؛ پیپلز پارټۍ وایي ټولې پرېکړې باید د پارلمان له لارې وشي

ګوند

د عکس سرچینه، PPP Facebook

د عکس تشریح، د پاکستان پیپلز پارټۍ مشرانو پر دې موضوع د سلا مشورو لپاره درې کسیزه کومېټه هم جوړه کړې ده

د پاکستان په اوسني حکومت کې شریک دویم لوی ګوند (پاکستان پیپلز پارټۍ) ویلي، له پاکستان طالبانو سره مذاکراتو او په پاکستان کې د ترهګرۍ د ستونزې په تړاو هره پرېکړه دې په پارلمان کې وشي.

یاد ګوند د خپل مشرتابه له یوې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان او پاکستان کې وروستیو پرمختګونو ته په کتو به له نورو سیاسي ګوندونو سره سلا مشورې هم پیلوي.

پیپلز پارټۍ د دې سلا مشورو لپاره یوه درې کسیزه کومېټه هم ټاکلې ده چې قمر زمان کایره، شیري رحمان او فرحت الله بابر یې غړي دي.

دا اعلان وروسته تر هغه کېږي چې د پاکستان د پوځ او حکومت یو شمېر استازو د افغان طالبانو په منځګړیتوب کابل کې له پاکستاني طالبانو سره مذاکرات پیل کړل.

په دې مذاکراتو کې د ګډون لپاره د پاکستاني سیاستوالو او قبایلي مشرانو جرګې هم په دې وروستیو کې څو ځله کابل ته تللې دي.

خو پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه او فعالین نیوکه کوي چې دا جرګې د قبایلو د خلکو او یا هم د پاکستان د سیاسي ګوندونو استازولي نه کوي او پاکستاني پوځ ټاکلې دي.

د پاکستان پیپلز پارټۍ هم د هغو سیاسي ګوندونو په ډله کې ده چې پاکستاني طالبانو سره روانو مذاکراتو په اړه شک او اندېښنه لري.

پر دې ګوند سربېره یو شمېر پښتانه سیاستوال هم نیوکه کوي چې دا مذاکرات د پاکستان پوځي استخباراتو پیل کړي او پر قبایلو یې پرېکړې ورتپل کېږي.

د کابل مذاکراتو کې څه روان دي

ټي ټي پي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستاني طالبانو یو شمېر مشران دې مذاکراتو کې د ګډون لپاره کابل کې دي

افغان طالبانو تېره میاشت ومنله چې د 'ښه نیت' له مخې یې کابل کې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت او پوځ استازو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړې ده.

افغان طالبان تینګار کوي چې دوی په دې خبرو کې یوازې د منځګړي رول لوبوي او غواړي چې سیمه کې سولې او ثبات لپاره مرسته وکړي.

سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دا مذاکرات تر ډېره د پاکستان پوځ استازي پر مخ بیايي او د (ای اېس ای) پخوانی مشر او د پېښور اوسنی کور کمانډر جنرال فیض حمید هم دې لړ کې څو ځل کابل ته تللی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک لس ورځې وړاندې کابل ته د خبرو لپاره ورغلې قبایلي جرګې ته ویلي وو، تر هغې به سوله نه کوي چې د پاکستان حکومت د قبایلو خپلواکي او ازاد حیثیت نه وي منلی.

یادې ډلې د قبایلې جرګې ګډونوالو ته په یوه لیک کې لیکلي وو، د پاکستان د جوړېدو پر وخت قبایلو سره ژمنه شوې وه چې خپلواک حیثیت به یې پر ځای وي، خو وروسته دا ژمنه پوره نه شوه.

پاکستاني طالبانو تور پورې کړی چې 'عالمي کفر او سیمه ییزو ګوډاګیانو ' په لوی لاس د قبایلو ازاد حیثیت ختم کړ د پاکستان برخه یې وګرځول.

په لیک کې راغلي، پاکستاني طالبان به هېڅکله هم د خپل ازاد حیثیت ختمېدل او د غلامۍ ژوند تېرول ونه مني.